نړۍ

غزه کې شاوخوا ۴زره ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي

اړوند خبرونه: 

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د غزې چارواکي وایي چې هلته له پنځه‌کلنۍ کم‌عمره  څه باندې ۳ زره ۵۰۰ ماشومان د لوږې له امله د مړینې خطر سره مخ دي. په داسې حال کې چې سلګونه زره نور ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

الجزیرې د غزې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د غزې له سیستماتیک محاصرې سره نږدې ۲۹۰ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د تدریجي مړینې له ګواښ سره مخ دي، او همداراز ۱٫۱ میلیون ماشومان د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي توکو ته اړ دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر یو وار بیا پر دې جګړې د نړۍ سکوت «د نړیوالې ټولنې شرمونکې چوپتیا» بللې او ویلي یې دي: “د اسراییلو اشغالګر رژیم له ملکي وګړو څخه د جګړې د وسیلې په توګه کار اخلي، او نړیوالې ټولنې هېڅ ځواب نه لري.”

د راپورونو له مخې چې پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو له بیا پیل راهیسې لږترلږه ۵۷ فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي. بلخوا مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې سیمې ته د خوړو او درملو په جریان کې چټک کمښت دغه ښار له پراخې قحطۍ سره مخ کړی دی.

غزې ښار له ډېرې مودې راهیسې د اسراییلو تر سخت محاصرې لاندې دی. له اوربند څخه د پرله‌پسې سرغړونو او دوامداره جګړو له امله، د بشري مرستو رسولو چارې له جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

بلخوا پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو د غزې د ماشومانو حالت نازک ښودلی، او خبرداری یې ورکړی چې دا مهال د غزې ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button