اقتصاد او سوداګري

غني: د کانونو له استخراج مخکې رېلپټلۍ او انرژۍ ته اړتیا ده

پخواني ولسمشر غني دا هم ويلي چې د منابعو د موندنې او سپړنې په برخه کې جنګسلاران او ناامني خنډ وه

محمد اشرف غني د یادو مواردو ترڅنګ، ټرانسپورټ هم یو له دغو خنډونو څخه یاد کړی او ویلي یې دي: «معادن درانه دي او درانه شیان ټرانسپورټي سیستمونو ته اړتیا لري. بې له دې نه چې افغانستان د ریلپټلۍ باندې پانگه واچوي او د ریلپټلۍ په گډه له گاونډیو هیوادو سره جوړه کړي، دغه ستونزه نه حل کېږي.»

د منابعو لپاره د غني پلان

ښاغلي غني دې ته په اشارې سره چې د کانونو د سپړنې لپاره برېښنا هم اړینه ده ویلي، ځمکې، اوبه او امنیت هم د منابعو د موندنې او سپړنې لپاره مهم دي. «جنگسالاران راغلل چې لويې دښتې يې تر خېټو لاندې واچولې، دولتي املاک يې ونیول. د جمهوریت وخت کې دا جنګسالاران وو چې ناامنیتي یې جوړوله او خپل افراد یې استخدامول.»

لیکوال او خبریال داوود جنبش چې د دغه پوډکاسټونو لړۍ کوربتوب کوي له ولسمشر څخه وپوښتل چې، هغه پلان او نقشه کې څه شامل و چې د هغه په وخت کې د افغانستان د زیرمو د کیندنې او کارولو لپاره جوړه شوې وه؟

نور ولولئ: خلیلزاد: د اشرف غني تېښته د سیاسي واک لېږد پر وړاندې خنډ شوه

نور ولولئ: پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

ښاغلي غنې یې په ځواب کې لومړۍ د ریل پټلۍ یاده کړي، چې له ترکمنستان څخه اقینې او حیرتانو ته غزیدلې ده، بیا یې د ټاپي پروژه یاده کړه، چې د تاپي په کورېدور باندې بدله شوه، درېیمه یې د ځمکې د مدیریت لپاره د اراضي ادارې جوړول او بیا یې د ښار جوړونې وزارت سره يوځای کیدل یاد کړل.

afghan (18)
د کانونو استخراج

د هر کار لپاره بنسټ ایښودل

هغه وویل، چې د مس عینک او حاجي ګک کانونو د برېښنا، اوبو او امنیت لپاره یې قراردادونه او د اصلاحاتو رامنځ ته کولو لپاره پلان جوړ کړی و.

ښاغلي غني وویل: «د وطن د یوه سپين ږيري او خدمتګار په توګه زما وظيفه دا وه چې د هر کار لپاره بنست کېږدم او داسې تهداب کیږدم، چې د افغانستان راتلونکی خوندي کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې مې هيلې له لاسه نه دي ورکړي، په امید مې پانګونه کړې ده. اړینه خبره داده چې افغانان په دې باور شول چې موږ راتلونکی لرلی شو، د سوکالۍ پر لور تللی شو او ځان مدیریت کولی شو.»

د یادونې وړ ده چې پر طالبانو یوه نیوکه دا کېږي چې د کانونو استخراج یې نامسلکي او غیر معیاري دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button