هنر او ادب

غني: په تېرو حکومتونو کې د پوهنې وزارت فاسد او کم کاره و

پخواني ولسمشر غني په تېرو حکومتونو کې د پوهنې وزارت کم کاره او مفسد بللی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو حکومتونو کې د پوهنې وزارت کم کاره او په فساد د ککړو ادارو په سر کې وباله.

ښاغلي غني چې د پوډکاستونو په لړ کې د افغانستان د بشري پانګې او د پوهنې وزارت په چارو خبرې کولې وویل، چې د پوهنې وزارت تر پایه د تعلیم، درسي موادو، ښوونځیو ته د ودانیو او نورو اړینو اړتیاو په برخه کې کار و نه کړ.

پخواني ولسمشر د ښوونځیو او پوهنځیو پر نصاب او د زده کړو په کلونو په نیوکې سره وویل، چې دا بهیر د اوسنۍ زمانې له غوښتنو لرې او پر زده کوونکو او محصلینو ډېری مضامین بار وو.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نصاب په سیاسي لوبو بدل شوی و او د اصلي متخصصینو له خوا و نه لیکل شو.

له کندهار او ننګرهار ولایتونو سره چلند

محمد اشرف غني کندهار او ننګرهار ولایتونو ته چې د افغانستان ډېر نفوس لرونکي ولایتونه دي اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت له دغو ولایتونو سره د مور او میرې چلند کاوه.

که څه هم نوموړي په خپل وخت کې په یادو ولایتونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح خبره وکړه؛ خو دا یې مشخصه نه کړه، چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې مشخصاً په کومو برخو کې ستونزې وې.

نور ولولئ: د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

نور ولولئ: زلمي خلیلزاد د پاکستان او طالباني اړیکې تر وروستۍ اندازې ترینګلي بللي

نور ولولئ:  خلیلزاد: طالبان باید د افغانانو د ژوند اصولو ته ژمن پاتې شي

پخواني ولسمشر د لوړو زده کړو موسسې هم له اصلي محور څخه وتلې وبللې او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو موسسې د محصلانو د روزنې پر ځای د محدود قومي سیاستونو په کړۍ کې ونښتې.

ښاغلي غني د هېواد بشري پانګې ته هم په اشارې سره وویل، چې د کورنیو کړکېچونو له امله د افغانستان بشري پانګه څو ځلۍ له تباهۍ سره مخ شوه.

د نوموړي په وینا: «زموږ بشري پانګه له منځه تللې وه، صفر ته رسېدلې وه او پرته له دې چې په تدریجي توګه پرمختګ وکړي ډېر ژر خلک لوړو څوکیو ته ورسېدل.»

د پخوانیو مامورینو ترمنځ خپل منځۍ سیالي

د غني په خبره؛ په تېرو وختونو کې لوړپوړي مامورین د کار پر ځای د خپلو ځانګړو موخو لپاره په خپلمنځيو سیالیو اخته و.

ولسمشر غني د هېواد په روان وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغانستان اوس مهال یوه ناڅرګند لور ته روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت د شلو کلونو په بهیر کې د پوهنې په وزارت د پراخ فساد تورونه وو او پخواني ولسمشر اشرف غني هم په ۲۰۱۵ کال کې په یاد وزارت کې د فساد د ادعاو د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه.

یاد پلاوي درې میاشتې وروسته د پوهنې وزارت د فساد پایلې ولسمشر غني ته وسپارلې؛ خو نوموړي بیا په دې اړه کوم ګام پورته نه کړ.

په تېرو دوو لسیزو کې سلګونه خیالي ښوونځي او زرګونه خیالي ښوونکي د تېر حکومت پر وړاندې لویه ننګونه وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button