لوبې خبرونه

فرهان يوسفزى:هڅه کوم پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي

فرهان يوسفزى: غواړو پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي د ملي کرکټ بورډ ادارې مشر فرهان يوسفزى وبلي، چې شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول د دوى اولیت دۍ

هغه چې پرون يې د کرکټ بورډ له سرپرست اجراييوي رييس جار عبدالرحيمزي او مديرانو سره يې په ويډيويي کنفرانس خبرې لرلې ، ټولو ته يې جدي هدایات وکړل ، چې چارې بايد په خپل وخت او ژر اجرا شي دغه ادارې په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې فرهان يوسفزي وويل، کورونا په کرکټ ډېر منفي تاثيرات درلودل، خو اوس اړتيا ده چې د کرکټ بورډ ټول پرسونل او کارکونکي د کرکټ اړوند په ټولو کارونو کې چټکتيا رامنځته کړي، تر څو پلان شوي کارونه پر وخت او برياليتوب ترسره شي.

ښاغلي يوسفزي همدا رنګه وويل، شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ اولیت څخه دى او موږ به ټولې ممکنه کوششونه پ کار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په کامیابۍ سره تر سره شي، راپورونو کې ویل شوي دي ، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس د مديرانو راپورونه هم واورېدل او د چارو د لا سمون لپاره يې ورته لارښوونې هم وکړې.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه ، چې د روڼتيا د يقيني کولو لپاره به په کرکټ بورډ کې د ده د بنسټيزو اصلاحاتو راوستلو برنامه تر هغو جاري وي، تر څو د افغانستان خلک او کرکټ ليدونکي او مينه وال د يادې ادارې له کارکردګۍ او بشپړې وړتيا ډاډ ترلاسه کړي.

دا هم باید یاده کړو چې کرکټ بورډ څه وخت وړاندې اعلان کړى و، چې شپږيزه کرکټ ليګ به د سپتمبر په مياشت کې ترسره کړي. شپږيزه کرکټ ليګ د سپتمبر په ١١مه پيلېږي، خو بل لوري ته د هند کرکټ بورډ هم اعلان کړى دى چې اى پي ايل سيالۍ به د سپتمر په ١٩مه نېټه شروع کړي،

فرهان يوسفزى:هڅه کوم پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي
فرهان يوسفزى:هڅه کوم پاتې ټورمنټونه په بریالیتوب سره ترسره شي

افغانستان کې عام وګړيٍ او مينه وال هم باید د صبر نه کار واخلي ترڅو کرکټ بورډ تشویق شي چې دوي سره د خلکو او مینه والو ملاتړ موجود دی څکه که چرته دوي سره د خلکو ملاتړ نه وي نو دا به هم ټورنمنټونه شاته کړي او هم به د مملکت ته تاوان ورسوي افغان دولت باید د دغې اداره سره ملاتړي اووسي ترڅو دغه اداره په ډاډه زړه مخې ته لاړه شي او بورډ پرمختګ وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button