Uncategorized

فلسطیني کورنۍ په جنین کې کنډوالو سیمو ته ستنیږي

پر جنین د اسراییلو تر برید وروسته فلسطیني کورنۍ ویجاړو او کنډوالو کورونو ته ورځي

فاتنه الغول وايي: “موږ باید تښتېدلي وو. پرته له هغه به زه او زما لوڼې وژل شوي وای.”

اغلې الغول وايي، کله چې د ښيښو ټوټو او خځلو ته ګوري نو ژړا ورځي ځکه یو وخت دا د هغې کور و.

یو بلډوزر وختي راغلی او د هغوی له کنډواله شوې کوڅې کثافات پاکوي.

هغه او د هغې د کورنۍ او ګاونډیانو نهه نورې ښځې، په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د جنین له کمپه وروسته له هغې وتښتېدې، چې اسراییلو هلته تر ټولو ستر عملیات پیل کړل.

د فاتنه کورنۍ یوه له هغو سلګونو کورنیو ده، چې اوس بېرته خپلو هغو کورونو ته ستنېږي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو او د اسراییلي ځواکونو او وسله والو فلسطینیانو ترمنځ نښتو کې ویجاړ شوي دي.

اسراییل دا عملیات د ترهګرۍ ضد بولي

اسراییلي پوځ دا د “ترهګرۍ ضد عملیاتو” په توګه یادوي او وايي دوی په سیمه کې د وسله والو ډلو اړوند د وسلو پلورنځي او د تولید تاسیسات په نښه کړي.

خو د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت دغه عملیات د “جنین د خلکو پر وړاندې ښکاره جګړه” بللې ده.

نور ولولئ: اسراییل وايي، په جنین کې د ایران له نیابتي وسله والو سره جګړه کوو

د دوشنبې پر سهار سلګونه اسراییلي پوځیان، چې د بې پیلوټه الوتکو لخوا یې ملاتړ کېده د جنین کډوالو کمپ ته ننوتل، چېرې چې نژدې ۲۴ زره تنه په نیم کیلومتر مربع سیمه کې اوسېږي. دوی هلته له وسله والو فلسطینیانو سره سخته جګړه پیل کړه.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم ویلي، د دوی یو سرتېری د سه شنبې پر شپه له کمپه د وتلو پر مهال مهال ووژل شو.

د وژل شویو جنګیالیو په ملاتړ ډزې هم کېدلې

د جنین کمپ ډیری اوسیدونکي د فلسطین اداره چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو اصلي حاکمه اداره ده، تورنوي، چې د عملیاتو پر مهال یې د دوی ساتنه نه ده کړې.

خو د جنین ښاروال او د فلسطیني ادارې غړی اکرم راجوب له دې خبرو سره همغږی نه دی.

“د فلسطیني او اسراییلو ترمنځ تړونونه شته. فلسطیني ادارې تړون ته درناوی کړی، امنیتي ادارو د پوځي عملیاتو په بهیر کې له هغه څه سره سم چې د فلسطین مشرتابه غوښتنه کړې وه خپله دنده ترسره کړې.”

د فلسطین وسله والې ډلې یوه جنګیالي ویلي، اسراییلي ځواکونو د چاودېدونکو توکو یوې زېرمې په ګډون یو شمېر تاسیسات په بریالیتوب سره ویجاړ کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button