Uncategorized

قطر او ترکیه؛ په افغانستان کې باید پراخ بنسټه حکومت جوړ شي

د قطر او ترکیې مشرانو په یوه لیده کې ویلي چې افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو اړتیا ده

د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د ټولو وګړو لپاره په کې ونډه ورکړل شي.

دواړو خواو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت هم خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې د تل پاتې سولې او امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی.

د ستراتیژیکو اړیکو لسمه ناسته

تمیم بن حمد ال ثاني د ترکیې او قطر تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د کمېټې په لسمه ناسته کې د برخې اخیستو په موخه د پنجشنبې په ورځ انقرې ته تللی دی.

هغه د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ یو لړ هوکړې او تړونونه لاسلیک کړي او یوه ګډه وینا پاڼه یې هم خپره کړې ده.

نور ولولئ: د ټولګډونه حکومت په اړه د شانګهای سازمان څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: شانګهای سازمان طالبانو ته؛ افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړئ

په دغه وینا پاڼه کې چې د جمعې په ورځ د قطر د الانبا خبري اژانس خپره کړې، راغلي چې دواړو خواو «په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي او په هغه هېواد کې د ټول ګډونه حکومت په جوړولو ټینګار کړی.»

په افغانستان کې د دایمې سولې ټینګښت

د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د دایمي سولې په ټینګښت کې خپلې ژمنې له سره تازه کړې.

د ترکیې ولسمشر او د قطر امیر «په افغانستان کې د بشري مرستو په همغږۍ او له هغه هېواد سره د تعامل پر اړتیا » هم ټینګار کړی.

په تېرو درېیو کالو کې، ګڼو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې پراخ بنسټه حکومت دې جوړ او د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.

خو طالبانو تل خپله جوړه شوې اداره ټولګډونه بللې او په دې برخه کې یې د نړۍوالو وړاندیزونه په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

پر دې سربېره، افغان سیاسیونو هم په وار، وار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو او د مخالفو لوریو تر منځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، خو طالبانو تر اوسه هم دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

له بلې خوا پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم تر اوسه هم نړیوال او کورنی مشروعیت نه لري.

طالبانو پر ښځو د افغانستان په تاریخ کې بې ساري بندیزونه لګولي دي چې د کورني او نړیوال غبرګون سره مخامخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button