افغانستان

قطر هېواد په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

اړوند خبر:

افغانستان کې د بې‌روزګارۍ بحران؛ طالبان د بېکارۍ کمولو لپاره قطر ته کاري ځواک لېږي

د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ له «قطرچیریټي» سره د کندهار د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، د روغتون د جوړولو چارې به په شاوخوا دوه نيم کلونو کې بشپړې شي. دغه روغتون به د داخلي درملنې، ماشومانو او د ښځو د پاملرنې خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان جنوب د هېواد له هغو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د روغتیايي خدمتونو له پلوه تر ټولو وروسته پاتې دی، ځکه چې هلته روغتیايي تاسیسات محدود او د روغتیا کارکوونکي کم دي. حاضردمه لږترلږه د ۴ جنوب لوېدیځو ولایتونو اتکا د کندهار پر میرویس روغتون ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، روانې روغتیايي پروژې د هېواد په کچه د ۳۱۸ ولسوالي‌ روغتونونو د جوړولو کارونه هم رانغاړي چې ټول ارزښت یې ۷ میلیارده افغانۍ (۹۶ میلیونه ډالره) دی.

د دغه روغتون د جوړولو قرارداد په داسې حال کې کېږي چې طالبان لا هم ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو او پوهنتونونو منع کوي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا محدودیتونه به د افغانستان د روغتیايي سیستم کړکېچ نور هم ژور کړي، ځکه د ناروغانو د درملنې لپاره د مسلکي ښځینه کارکوونکو جدي کموالی رامنځته کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button