Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

له امریکا سره د طالبانو له نوي معاملې “ګلبدین حکمتیار” پرده پورته کړه

حکمتیار وايي، طالبانو پر امریکا په ۴۰ میلیون ډالري کڅوړو د افغانستان هوايي حریم پلورلی دی

ګلبدین حکمتیار په تازه څرګندونو کې پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه رژیم له امریکا سره معامله کړې او پر امریکا یې د افغانستان هوايي حریم پلورلی دی.

د طالبانو د رژیم لخوا د ده پر ضد له ځینو اقداماتو وروسته، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل یوه اعلامیه کې پر دغه رژیم ځینې توند تورونه پورې کړي.

افغانان مظبوط اسلامي نظام نه لري

هغه د اختر په مناسب اعلامیه کې پرون ویلي، د بهرنیانو له وتو وروسته افغانانو یو فرصت ترلاسه کړ؛ څو خپلواک، ځواکمن او اسلامي نظام ولري؛ خو په وینا یې چې دې ارمانونو ته په رسېدو کې له خڼد سره مخامخ دي.

حکمتیار زیاته کړې چې افغانستان لا هم خپلواک نه دی، د امریکا ډرون الوتکې د خپلې خوښې بریدونه کوي او حل لاره یې د امریکا سفارت محاصره، د پرسونل او امریکايي وګړو ویستل بللي دي.

نور ولولئ: حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو پر وړاندې؛ تاسو واړه خلک فکر کوئ چې ملت مو فتح کړی

نور ولولئ: ګلبدین حکمتیار: ولسمشر غني د یوې شورا په جوړولو موافقه کړې

نور ولولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

د حزب اسلامي مشر د امریکا مرستې شيطاني او د زهرو کڅوړې بللې او په وینا یې؛ افغانان او نړۍوال داسې انګېري چې د مرستو په بدل کې د افغانستان فضاء پلورل شوې ده،

نوموړی زیاتوي چې امریکا زموږ پوروړې ده؛ “دا ننگين تور بايد غلط ثابت كړو. امريكا زموږ پوروړې ده؛ د يو مليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو..”

امریکا د یوې بلې جګړې په لټه کې ده

ګلبدین حکمتیار د پخوانیو پوځي او استخباراتي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا بیا راځي او د یوې بلې جګړې په تکل کې ده.

حکمتیار همدا راز وايي چې ګڼ شمېر افغانان چې د امریکا له خوا له هېواده ویستل شوي په بېلابېلو برخو کې استخدام شوي او دا چاره خطرناکه بولي.

د طالبانو رژیم د نوموړي تازه تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو عدلیې وزارت په یوه تونده اعلامیه کې د دوی له واکمنیدو وروسته ټول ګوندونه لغوه او له ادرسه یې څرګندونې جرم او غیر قانوني اعلان کړې وې.

یاد شوي وزارت دا هم ویلي وو، چې دوه ګوندونه او یو شمېر ټولنیز سازمانونه له دې پرېکړې د سرغړونې له امله د دوی امنیتي ادارو ته هم معرفي شوي دي.

د طالبانو عدلیې وزارت نږدې یوه میاشت مخکې ګلبدین حکمتیار اړ ویست چې د کابل په دارلامان کې له هغه کور او ملحقاتو یې ووځي، چې د جمهوري نظام لخوا نوموړي ته د سولې په بدل کې ورکړل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې حکمتیار له دې وړاندې هم پر طالبانو سختې نیوکې کړي او له دغې ډلې یې غوښتي چې افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button