له ایران او پاکستان ۱۲۹ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

اړوند خبرونه:
مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۲۹ افغان کورنۍ له ایران او پاکستان څخه له ایستلو وروسته هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد وزارت ویلي چې دا شمېر کورنۍ پرون (دوشنبې د حوت ۲۰مه) د سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا سرحدي لارو له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې چې ۱۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۷ کورنۍ د پل ابریشم له لارې او ۹۱ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
ویل کیږي چې کډوالو هیواد ته د راستنیدو پر مهال د سرپرست حکومت څخه مرسته ترلاسه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې ایراني سفارت اعلان وکړ چې اسلامي امارت له ایران څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د بیرته ستنولو موافقه کړې ده.