له بالښت پرته د خوب کولو حیرانوونکې ګټې
روغتيا پالان وايي منظم او کافي خوب کول د ښه صحت لپاره اړين دی
خوب د انساني روغتیا لپاره اړین او ضروري دي، له خوب پرته انسان نه شي کولای په سم ډول خپل فعالیتونه ترسره کړي او همدا خوب دی چې انسان ته انرژي ورکوي.
ډیری خلک چې خوب کوي نو تر سر لاندې بالښت ږدي، خو روغتیا پوهان بیا وایي چې له بالښت پرته خوب له ډیرې ګټې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱- د ملا درد کموي:
پر ځینو بالښتونو د خوب په وخت کې زموږ د بدن د حالت توازن ګډوډ وي او که څه هم بالښت په مستقیم ډول د ملا درد نه رامنځته کوي خو د ملا درد په صورت کې دغه درد زیاتوي.
او کله چې له بالښت پرته خوب کوو نو دا زموږ د ملا تير ته د آرام فرصت ورکوي او بدن مو په طبیعي حالت کې خوب ته برابرېږي، چې فشار پرې نه راځي او د ملا له درد نه خلاصېږو.
۲- د سر درد ښه کوي:
که تاسو سهار له خوبه تر پاڅیدو وروسته د سر دردۍ احساس کوئ نو دا به ضرور ستاسو د بالښت له امله وي. پر بالښت سر ایښودل د لوړوالی له امله په اعصابو باندې فشار راوړي او په سر کې د وینې په جریان اغیزه کوي چې د سر درد لامل کیږي، خو پرته له بالښته خوب کول له درد څخه په خلاصون کې مرسته کوي.
۳- د غاړې درد کموي:
د غاړې درد یا شخوالی چې د بالښت له امله رامنځته کیږي د ناراحتۍ لامل کیږي او که چیرې غاړه د اوږدې مودې لپاره ځوړنده وي نو د غاړې پر عضلاتو فشار راځي چې د غاړې د درد لامل کیږي. که له بالښت پرته خوب وشي نو د خوب حالت به طبیعي شي او غاړه به په مستقیم ډول پاتې شي.
۴- ذهني فشار کموي:
که بالښت مو د ژور خوب کولو ته نه پرېږدي نو دا به ستاسو پر دماغو فشار زیات کړي ځکه چې ژور خوب بلې ورځې ته د تازه ګۍ او چارو ته د تیاري لپاره وي. نو که تاسو د شپې خوب نشئ کولی د خپل بالښت په لرې کولو سره د خوب کولو عادت پیدا کړئ.
۵- د مخ دانې ختموي:
ځینې خلک د بالښت پوښ تر ډېره وخته نه وینځي، نو په هغې کې دوړې، کثافات او میکروبونه د مخ د پوستکي په سوریو کې ځای پرځای کیږي او د مخ دانو لامل کیږي. نو که تاسو پر خپل مخ د دانو نښې نښانې لرئ نو خپل بالښت ته پام وکړئ او هڅه وکړئ چې پرته له بالښته خوب وکړئ.
۶- د ويښتانو غوره حالت:
که ویښتان مو په سهار کې وچ او ګډوډ وي او ږمنځول یې ستونزمن وي، نو غوره ده چې خپل بالښت لیرې کړئ. کله چې د خوب په وخت کې اړخ بدلوئ نو ویښتان مو ورسره خرابېږي او نرمي یې
ختموي.