مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
اړوند خبرونه:
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی دی چې سږ کال به د جي۲۰ هېوادونو په غونډه کې چې په سویلي افریقا کې جوړېږي، ګډون ونه کړي.
روبیو د پنجشنبه د فبرورۍ پر ۶مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې سویلي افریقا ناسم اقدامات کوي او له جي۲۰ ډلې ناوړه ګټه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دنده یې د امریکا د ملي ګټو ساتنه ده، نه د امریکا ضد لیدلورو ملاتړ.
جي ۲۰ یو بین الحکومتي سازمان دی چې د اروپايي ټولنې او افریقایي ټولنې ترڅنګ یې ۱۹ هیوادونه غړیتوب لري.
دا ډله په نړیوال اقتصاد پورې اړوند لویو مسایلو لکه نړیوال مالي ثبات، اقلیمي بدلون او دوامداره پراختیا په برخو کې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د امریکا متحده ایالتونو او د جي۲۰ د ځینو غړو په ځانګړې توګه سویلي افریقا، ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او د جوبایډن اداره او امریکايي چارواکو څو ځله د سویلي افریقا د بهرنۍ تګلارې پر دریځونو نیوکه کړې ده.