متحده عربي امارات له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ

د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د متحده عربي اماراتو ځانګړې استازي سیف محمد الخلفان سره ولیدل.
د ریاست الوزراء د دفتر اعلامیه وايي، ال خلفان د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ د سوداګریز اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې امارات په دې برخه کې پوره لېوالتیا لري.
اعلامیه زیاتوي، هغه له ګاونډیو هېوادونو د ایستل کېدو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو چمتووالی اعلان کړ، تر څو له دغه کډوالو سره بشري او خیریه مرستې وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال د متحده عربي اماراتو له استازي مننه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد په سختو وختونو کې له افغانستان سره مرستې کړي دي.
حنفي وايي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې د ستایلو دي، خو ټینګار یې وکړ چې باید نوره پراختیا هم ورکړل شي.