افغانستاننړۍ

متحده عربي اماراتو تازه له افغان زلزله ځپلو سره ۲۵۰۰ ټنه بشري مرسته وکړه

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس په لارښوونه دغه هېواد له افغان زلزله ځپلو سره د ۲۵۰۰ ټنه بشري مرستې اعلان وکړ

د متحده عربي اماراتو د مرستو بېړۍ د پاکستان د ګوادر بندر پر لور حرکت کړی، څو له هغه ځایه خپل بار د ځمکې له لارې افغانستان ته انتقال کړي او د وروستۍ زلزلې له امله له افغان ولس سره مرسته وکړي.

د متحده عربي اماراتو د وام حبري اژانس د راپور له مخې، دغه بېړۍ ۲۵۰۰ ټنه خوراکي توکي، د استوګنې وسایل او طبي توکي وړي، چې د متحده عربي اماراتو د دولتمشر، شيخ محمد بن زايد آل نهيان، په لارښوونه لېږل شوي دي.

متحده عربي امارات: افغانستان ته د زلزله ځپلو لپاره الوتکو کې د مرستو لېږلو ته دوام ورکوو

اژانس وايي، دا کار د متحده عربي اماراتو د مرستندوی پل په لړ کې ترسره کېږي، څو د افغانستان له ورور ولس سره له زلزلې وروسته د ملاتړ په موخه بیړنۍ مرسته وکړي.

د ګډو عملیاتو قومندانۍ تایید کړې چې دغه بېړۍ د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې په همکارۍ او د اماراتو د یو شمېر خیریه او بشردوستانه بنسټونو او مووسسو په ګډون چمتو شوې ده، څو د ملي یووالي روحیه او د بېلابېلو ادارو د هڅو یووالی د افغانستان لپاره د عاجلو مرستو په وړاندې کولو کې څرګند کړي.

د اماراتو د مرستو بېړۍ د دې هېواد د هغه هڅو برخه ده چې غواړي له ورور افغان ولس سره یووالی وښيي او هغوی ته د دغو استثنايي شرایطو له اغېزو سره د مبارزې توان ورکړي او د هغوی بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

دغه بشري ملاتړ د متحده عربي اماراتو هغه لوړ ارزښتونه څرګندوي چې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت، د بشري کړکېچونو له اغېزمنو کسانو سره د مرستې او د نړۍ په کچه د مرستندویو هڅو د ملاتړ لپاره یې غوره کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button