افغانستان

متقي د اماراتو بهرنیو چارو وزیر ته؛ د افغانانو د وېزو بندیز پای ته ورسوی

متقي د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر غوښتي چې د افغانانو د وېزو بندیز پای ته ورسوي

اړوند مطالب:

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر روان شو

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، چې متحده عربي اماراتو ته په سفر تلی، پرون (چهارشنبې) د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو د پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو خواوو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او په اماراتو کې د افغانستان د محصولاتو د بازار موندنې په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

په دې اړه دواړو چارواکو د تخنیکي پروګرامونو پر طرحو موافقه کړې ده.

ډیری افغانان هیله لري چې متحده عربي اماراتو حکومت به افغانانو ته د وېزې ممنوعیت د پای ته ورسوي.

وروسته له دې چې طالبان واک ته رسیدلي، متحده عربي اماراتو د افغانانو لپاره وېزې بندې کړي دي.

متقي د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیره غوښتنه کړې چې افغانانو ته د وېزې په صادرولو کې نورې آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د دې بهیر د ښه تطبیق لپاره خپل رول ادا کړي.

تر دې وړاندې، متقي په اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره هم خبرې کړې وې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button