اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان او پاکستان د تېرو شپې له نښتو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې افغانستان حق لري له خپل حریم څخه دفاع وکړي، او ادعا یې وکړه چې د تېرې شپې په نښتو کې ۸۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.
ذبیحالله مجاهد نن (شنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د هېواد د امنیتي وضعیت، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د افغانستان او پاکستان د پترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل، د طالبانو د ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
مجاهد زیاته کړه، «اسلامي امارت د خپل هېواد خاوره له فتنهګرو پاکه کړې، خو د داعش پاتې غړيو او یو شمېر توندلارو عناصرو اوس په پاکستان کې نوي پټنځایونه او مرکزونه جوړ کړي دي.»
د ده په وینا، «نوي کسان د کراچۍ او اسلاماباد له هوایي ډګرونو او د پاکستان له غربي پولو څخه د روزنې او چمتووالي لپاره دغو مرکزونو ته لېږدول کېږي، او د افغانستان، کرمان او مسکو بریدونه هم له همدې ځایه پلان، تنظیم او هدایت شوي دي.»
مجاهد زیاته کړه چې د «کرمان د سلیماني د تلین په مراسمو کې ترسره شوی برید او د مسکو بریدونه د همدې مرکزونو له لوري طرحه او عملي شوي، او اړوند هېوادونه ترې خبر دي.»
هغه د پاکستان حکومت تورن کړ چې د داعش د حضور پر وړاندې یې سترګې پټې کړې دي او له اسلاماباده یې وغوښتل چې د دې ډلې مشران یا له خپلې خاورې وباسي او یا یې کابل ته وسپاري.
ویاند ټینګار وکړ: «افغانستان حق لري د خپل هوايي او ځمکني حریم دفاع وکړي، او هېڅ برید به بېځوابه پاتې نه شي.»
هغه په پاکستاني پوځ کې د ځینو ځانګړو کړیو د فعالیتونو زیاتوالي ته هم اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه کړۍ د ناسمو معلوماتو په خپرولو او د افغان او پاکستاني ملتونو ترمنځ د نفاق د اور بلولو له لارې هڅه کوي د سیمې ثبات ګډوډ کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې پر افغانستان ور واچوي.
مجاهد زیاته کړه چې د داعش ډلې پاتې کسان د طالبانو له عملیاتو وروسته پاکستان ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټنځایونه جوړ کړي دي. د ده په وینا، داعش اوس د بېلابېلو هېوادونو اتباع، په ځانګړي ډول اروپایان، د نړیوالو بریدونو لپاره روزي او وروسته یې ټاکلو ځایونو ته استوي.
ده وویل، «په افغانستان کې د دولتي چارواکو، دیني عالمانو، مجاهدینو او عامو خلکو پر ضد بریدونه – لکه د شیخ رحیمالله حقاني، شیخ مجیبالرحمن انصاري، د سني او شیعه جوماتونو، د هندوانو معبدونو، د افغانستان بانک دفترونو (په کندهار او کندوز کې)، د چینایانو پر هوټل او د روسیې پر سفارت بریدونه – ټول له دغو مرکزونو طرحه او هدایت شوي دي.»
هغه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په بلوچستان کې د داعش پر ضد عملیاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، «په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۳۰ داعشیان، چې پکې د ډلې مشران او بهرني اتباع هم شامل وو، ووژل شول، او له هغو ځایونو څخه یو شمېر اروپايي پاسپورټونه ترلاسه شول.»
مجاهد ونه ویل چې دا عملیات چا وکړل او د بهرنیو هیوادونو د اتباعو پاسپورټونه چا ته په لاس ورغلل.
مجاهد وویل، د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د هغه نژدې همکاران اوس د پاکستان په خاوره کې پټ دي، او اسلامي امارت له اسلاماباده غواړي چې هغوی یا وروسپاري یا یې له خپلې خاورې وباسي.
هغه خبرداری ورکړ چې «د داعش د ملاتړ او پټ ساتلو دوام به د سیمې لپاره ناوړه امنیتي پایلې ولري.»
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې «افغانستان دا مهال ښه امنیتي وضعیت لري، د هېواد هوايي او ځمکنۍ پوله د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې ده، او دفاع وزارت د پولو د لا پیاوړتیا او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خپل ټول ظرفیتونه کاروي.»
مجاهد د افغانستان له خلکو وغوښتل چې «د هغو شایعاتو او منفي تبلیغاتو پروا ونه کړي چې د مغرضو کړیو له لوري خپرېږي.»
هغه په پای کې وویل چې «اسلامي امارت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره مثبت تعامل لري، او د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.»