Uncategorized

مسکا صافۍ څوک ده؟

مسکا صافۍ یوه افغان کډواله ده اوس مهال په پېښور کې ژوند کوي هغه د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې سر ته ورسولې،

اغلې صافۍ وايي چې په پېښور کې د يوې کډوالې په  توګه ژوند کوي، خو دا ډېر په وياړ سره وايي، چې دلته په ډېر عزت ژوند کوي او هر ډول اسانتياوې ورته شته، هغه وايي افغانان په بل هېڅ هېواد کې دومره ازاد ژوند نه کوي، لکه په پاکستان کې چې يې کوي.

مسکا صافۍ د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې دومداره وساتلې.د پېښور پوهنتون نه يې په ژورنلزم کې ماسټري وکړه او اوس يو مقامي ټيلي وژن سره کار کوي.

نوموړې ټينګار کوي زه د دواړه ګاونډي هېوادونو تر مينځه د يو پل کردار لوبول غواړم او غواړم چې د ځان په څېر د نورو افغان کډوالو غږ جوړه شم او د دوئ د برياليتوبونو قيصې مخې ته راوړم. “مونږه د يو جنګ ځپلي هېواد نه را په کډه شوي وو،خپل هر څه مو وروستو پرېښودي او خالي لاس راغلي وؤ. ډېرې ستونزې مو درلودې، زه وړه ومه، ماته ياد نه شي خو کورنۍ مې قيصه کوي چې د مشکلاتو سره مخ وؤ”

هغه وايي چې کله یې دولسم ټولګی وویلو کړو ما غوښتل یې چې د پاکستان يو کالج کې داخله واخلي، خو د هغې طریقه دومره اوږده او پيچلې وه چې دهغې پکې دوه کاله ضائع شول، د کالج وروسته یې بياد پېښور پوهنتون په ژورنلزم څانګه کې داخله واخسته.

مېرمن صافۍ وايي ډېره په وياړ دا خبره کوي چې د پوهنتون په وخت کښې دهغې پاکستاني ملګرو، ټولګيوالو او استاذانو دهغې ډېره مرسته کړې ده. “پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي مسلمان هېوادونه دي خو ددې باوجود هم د دوئ تر مېنځ نفرتونه دي، زه غواړم چې پخپل محنت او خپل کار دا نفرتونه ختم کړم. پکار ده چې ځوان افغانان او ځوان پاکستانيان مخې ته راشي او د دواړو هېوادونو تر مينځه چې کوم تاو تريخوالی دی هغه ختم کړي.”

هغه زیاتوي که د يو کډوال په توګه دلته استوګنه يم نو دا ډېره ښکاره خبره ده چې ډېره په عزت او سهولت سره دلته اوسېږم نوموړې واېې داسې هم نه ده چې ټولو افغان کډوالو ته ستونزې نشته، زه به خوش قسمته يمه چې ماته دومره ستونزې نشته. داسې افغانان شته چې هغوي ستونزې لري.

په اینده وختونو کې به زما به دا کوشش وي چې د خپل کار د لارې د دواړو هېوادونو د خلکو د برياليتوبونو داسې قيصې چې د خلکو د نظر نه پټې دي هغه نړۍ ته وښايمه، زه خپله هم دنړۍ د پاره يو مثال يمه، افغان کډواله يم، پاکستان کې عزت سره وسېږم، خپلې زده کړې مې وکړې”هغه وائي زه خپلې زده کړې نورې هم مخ په وړاندې بوتلل غواړم او زما چې کوم منزل ؤ هغه مې څه نا څه تر لاسه کړی دی او مخکې به مې هم دا هڅه وي چې خپل مرام تر لاسه کړم،

دولت ته پکار دۍ چې د مسکا غوندې تعلیم یافته هیوادوالې او ځوانان لا وهڅوي چې خپلې ردکړې وکړي ترڅو خپل وطن افغانستان ته کار وکړي افغانستان دغه رقم تعلیم یافته ځوانانو ته اړتیا لري باید دغسې د لوړو زدکړو خاوندانې هم دې ته اړ شي چې خپل وطن ته راشي او خپل هېواد ته خدمت وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button