افغانستان

مفتي عبدالمتین: پر ټولو نظامیانو یونیفورم لازمي دی

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی د رهبرۍ د پرېکړې او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول طالب نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال له نظامي یونیفورم ګټه واخلي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د امنیت ټینګښت، قانون تطبیق او له جرمونو سره مبارزه به، له یونیفورم سره تر استفادې وروسته اسانه شي.

دوی زیاتوي یونیفورم سره د طالب نظامیانو پېژندګلوي کې به ولس لپاره هم اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت داسې مهال د یونیفورم په اغوستلو ټینګار کړی، چې اوسمهال د هېواد په ولایتونو کې د نظامیانو او غیر نظامیانو پېژندنه سخته او آن کله نا کله د دوی له اوسني ظاهري حالته په استفادې وسله وال غله فعالیت کوي او خلک لوټي.

عام خلک هم د دې پرېکړې جبري عملي کېده غواړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button