ملا هیبت الله ته ملا ضعیف؛ هلته به پوه شې چې دې عقل سر ته راشي
ملا عبدالسلام ضعیف ملا هیبت الله د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ننګولی دی
ملا هبت الله ته د ملا ضعیف شعري کنایه ویلي: «پوهیږې به هغه وخت چې دې عقل سرته راسي».
د طالبانو د پخواني رژیم ډېپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف ملا هبت الله ته په یو کنایوي شعر کې ویلي، چې هغه وخت به پوی شي کله یې چې عقل سر ته راشي.
طالبانو د نجونو پر مخ د زده کړو وروستۍ دروازې چې په طبي برخه کې وې، هم وتړلې.
ملا عبدالسلام ضعیف چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې په اسلام اباد کې ددې ډلې سفیر و، د طالبانو د مشر له پالیسیو سره وخت ناوخته مخالفت ښودلی.
د طالبانو د پالیسۍ نقدول
ضعیف پر خپل اېکس یو شعر خپور کړی، چې د کنایې په ډول د مولوي هیت الله اخوندزاده پالیسۍ نقد کوي.
هغه په دغه شعر کې چې هدف یې ظاهرا د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړې، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیزونه دي، د ملا هبت الله پرېکړې له عقل سره په ټکر کې ګڼلې دي.
نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی
نور ولولئ: عبدالسلام ضعیف طالبانو ته؛ د فرصتونو ضایع د ناپوهانو کار وي
ضعیف لیکلي، چې « که عقل دې مغلوب کړ فیصلې به دې خود خوا سي ـ هدف ته چې رسیږې سم مسیر به دې خطاسي».
نوموړي په دویمه مسره کې ددغو پرېکړو پر وړاندې نړیوالو غبرګونونو ته نغوته کړې او وايي « دښمن به درته ناست وي د انجام منظر به ګوري ـ پوهیږې به هغه وخت چې دې عقل سرته راسي».
له دې وړاندې د ملا ضعیف نیوکې
ضعیف له دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت پرېکړو ته په اشارې ليکلي و، چې په سياست کې بايد له هر فرصت څخه مثبته ګټه واخستل شي او د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهو سیاستوالو کار وي چې بیا نه شي جبران کېدلای.
سلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې ویلي و چې «سياستوال بايد ويښ، هوښيار او متحرک و اوسي».
عبدالسلام ضعیف داسې مهال دا کنایوي څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبتالله د امربالمعروف قانون توشیح کړی او دغه وزارت ته یې پکې پراخ واکونه ورکړي او په وروستۍ پرېکړه کې یې د نجونو پرمخ د طبي زده کړو د مرکزونو دروازې تړلې دي.