ملا هیبت الله د امنیه قومندان د ننګرهار د پوهنې رئیس ټاکلی
ذبیح الله مجاهد وايي، ملا هیبت الله ددغه ولایت امنیه قومندان د پوهنې رئیس ټاکلی دی
پر طالبانو نیوکه ده چې دوی پر علمي او تخنیکي بستونو بې سواده او جنګي قومندانان ګومارلي او له همدې امله یې ادارې فلج کړي دي.
د طالبانو مشر د پکتیکا ولایت لپاره د دې ډلې مخکینی امنیه قوماندان د ننګرهار ولایت د پوهنې د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.
د دې ډلې مشر په خپل تازه حکم کې په اتو پوسټونو کې تغییرات راوستي، خو د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ته یې د پکتیکا مخکینی امنیه قوماندان محمد شریف حلیم د نوي رییس په توګه معرفي کړی.
د ڼظامي قومندانانو ټاکنه
په نویو ټاکنو کې د پروان ولایت مخکینی والي مولوي قدرت ﷲ امیني د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه او د یاد وزارت مخکینی امنیتي سلاکار مولوي محمد ابوالوفا عثماني، د پروان ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه حکم کې د طالبانو یو شمېر نور چارواکي هم له یوه پوسټ نه بل هغه ته بدل شوي، خو نوې څېرې پکې نه ترسترګو کیږي.
نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي
نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟
د شنونکو په باور، طالبان د ملکي او نظامي برخو ترمنځ پر تفکیک قایل نه دي او وړتیا او ظرفیت د افرادو په «جهادي مخینه» کې لټوي.
پر چوکیو څوک ګومارل کېږي؟
د طالبانو مشرانو له دې وړاندې ویلي، چې د حکومتي څوکیو لپاره هغو کسانو ته لومړیتوب ور کوي، چې لږترلږه اووه کاله له دوی سره د جګړو په لیکو کې همکار پاتې شوي وي.
ددې ډلې د تصفیې پر کمیسیون هم ګڼ طالبان نیوکې کوي او ځینو د اعتراض په ډول د تصفیې پاڼې سوځولې دي.
نړیوالو سازمانونو په خپلو رپوټونو کې په تکرار د طالبانو حکومت د افغانستان له مسلکي کدرونو سره په تبعیض تورن کړی.
خو طالبان بیا ادعا کوي چې د دوی کسان اهل دي او بل یې حق دی چې ددوی په وینا جهادي مبارزین په حکومت کې سهم ولري او امتیازات تر لاسه کړي.
د روغتیا وزارت، لوړو زده کړو، پوهنې وزارت او نورې تخنیکي ادارې د هغو ملایانو په لاس کې دي چې یوازې یې مدرسې لوستي او نور په عصري او دیني علومو خبر هم نه دي.