ملا هیبت الله ته د سلام ضیعف کنایه؛ هوښیار نظامونه واړه حرکتونه لویوالي ته نه پرېږدي
اړوند خبرونه:
د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی
عبدالسلام ضعیف طالبانو ته؛ د فرصتونو ضایع د ناپوهانو کار وي
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې د دغې ډلې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي استعفا ته په اشارې خپلې ډلې ته په کنایې کې ور یاده کړې، چې د باران له وړو څاڅکو څخه د غضب لوی توپانونه جوړېږي.
سلام ضعیت د (کب دویمه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان باید هوښیار اوسي او هېڅ یوې ستونزې ته په وړې سترګه ونه ګوري او باید ژر تر ژره ستونزې اواري کړي؛ څو لویې نشي. هغه طالبانو ته ویلي، چې باید د وړو ستونزو د خنثی کولو لپاره ځانګړې تګلاره ولري؛ څو لانجمن مسایل ورته سرخوږی جوړ نه کړي.
ملا عبدالسلام ضعیف طالبانو ته زیاته کړې: «واړه حرکتونه نادیده مه نیسئ».
د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د طالبانو د عدلیې وزیر غږیز کلېپ خپور کړی چې پکې یې د خپلې استفعا یادونه کړې وه.
هغه ادعا کړې وه، چې د طالبانو په لیکو کې پراخ فساد شتون لري او همدا راز یې خپله ډله پر قومي تعصباتو تورنه کړې ده.
طالبانو منلې، چې نوموړی متحده عربي اماراتو ته تللی؛ خو د هغه د استعفاه راپورونه یې رد کړي دي.
بلخوا د طالبانو یوه لانجمنه څېره او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزی هم پر ملاهبت الله تر توندو نیوکو وروسته نږدې یوه میاشت مخکې دوبۍ ته لاړ.
د طالبانو مشر امر کړی و، چې عباس ستانکزی دې ونېسي؛ خو هغه وار لومړی کړ او له کابله یې پښې سپکې کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال طالبانو ته ویلي، چې ملاهبت الله نه خدای دی او نه پېغمبر او باید ورته هېڅ ډول چاپلوسي ونشي.