افغانستان

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د مرستو بندېدل به میلیونونه افغانان د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي

اړوند خبرونه: 

د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګه وایي، افغانستان سره د ژوند ژغورونکو مرستو د لړۍ بندېده به د ملیونونو خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

سرچینه وایي دا ګواښ تر ډېره په افغانستان کې په ځانګړې توګه میندو او د هغوی ماشومانو ته دی، چې تر سخت اغېز لاندې به یې راولي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند هم ویلي وو، چې افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې سره هممهاله د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا IRC په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم بشري بحران په افغانستان کې خپل اوج ته رسېدلی، خو د امریکا له خوا د مرستو کمېده د ملیونونو افغانانو لپاره حیاتي خدمات درولي دي.

افغانستان کې د بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته د افغانان د لاسرسي د محدودیت په اړه داسې مهال راپورونه ورکول کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې څه باندې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه هم د بودیجې کمښت له امله تړل شوي دي.

ملګري ملتونه د افغانستان بشري او روغتیايي وضعیت نازک یادوي او ټینګار کوي که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي، د سلګونو پروژو له تړل کېدو سره به ملیونونو خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button