ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي
ملګري ملتونه په وروستي راپور کې کاږي چې طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په موخه زندان ته لېږي
د ملګرو ملتونو په یو راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) خپور شو، ویل شوي دي چې طالبان ښځې زندانونه استوي چې د جنسیت په اساس یې له تاوتریخوالي او خشونت څخه وساتي.
نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زدهکړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي
په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو مخکې په افغانستان کې د ښځو د حفاظت ۲۳ سرپناوې (شلټرونه) وې او د کورنۍ شخړو له کبله له زور زیاتي سره مخامخ ښځو به ورته پناه وړه. ملګري ملتونه وايي اوس دا ډول یوه سرپناه هم په افغانستان کې نشته. د طالبانو د حکومت مقاماتو ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د دا ډول سرپناو ضرورت نشته او دا د «لویدیځ مفکوره» وه.
د بې سرپرسته ښځو برخلیک
راپور وايي چې د طالبانو په حکومت کې هغه ښځې، چې نارینه خپلوان نلري چې ورسره واوسېږي او یا یې له نارینه خپلوان سره اوسېدل محفوظ ونه ګڼل شي، زندانونه ته استول کېږي. طالبان همدغه راز د ښځې نارینه خپلوان راغواړي، ژمنه ورڅخه اخلي او یا قسم ورکوي، چې ښځو ته به زیان نه رسوي. د کلي مشران او ملکان هم د شاهدانو په توګه بلل کېږي.
په راپور کې راغلي دي «هاغسې چې په مخدره موادو د اخته کسانو او یا بې کوره کسانو د ساتلو لپاره له زندانونو څخه کار اخیستل کېږي»، همدغه راز ښځې هم د حفاظت لپاره زندانونه ته استول کېږي.
سلګونو ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني – سروی
نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي
د اسوشیتډ پرس اژانس وايي چې د طالبانو حکومت یو وزارت هم دې پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې د جنسیتي خشونت ځپل شوې ښځې له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کولای شي، د ښځو د حفاظت لپاره څه اقدامات شوي او په دې برخه کې څومره مجرمین محکوم شوي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ دي
د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانې ښځې او نجونې په خپلو کورونو کې بندیوانې شوې دي. هغوی دا حق نلري چې له شپږم ټولګي څخه ورپورته زده کړې وکړي، اراېشګاو، پارکونو او دا ډول نورو ځایونو ته ولاړې شي. طالبانو یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې په کمه اندازه ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده.
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی دی چې طالبان د ښځو او نجونو سره زور زیاتی او خشونت ته لاره هواروي او د هغوی لپاره هر ډول قانوني حمایت ختموي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، ښځې د افغانستان په قضايي او د قانون د تنفید په څانګو کې کار نشي کولای او د ښځو سره د زور زیاتي په قضایو کې هم د کار اجازه نلري او یوازې په هغو حالاتو کې اجازه ورکول کېږي، چې نارینه مدیران یې کار ته وروبولي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د کډوالو نړیوالې ادارې او یوناما یوه سروي ښيي چې زده کړې او کار د افغان ښځو لپاره لویې ستونزې دي. دا سروې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې شوې او ۴۶۲ کسان د تیلیفون له لارې پوښتل شوي او ټولو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او تحصل ټېنګار کړی دی.