سیمه ییز خبرونه

منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

د اکتوبر۱۱مې د پرېکړې په ورځ پښتین وایي، پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې تل د خیبرخاوره کارولې ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د افغانستان د ناامنۍ اصلي لامل د پاکستان له لوري د پښتونخوا د خاورې کارول دي.

دا هغه تور دی، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم پورې کاوه، خو پاکستان نه مانه.

د افغانستان ټول مسائل د خیبر له خاورې

پښتین د خیبر په رېګي للمه سیمه کې د پښتون قومي عدالت په نامه د لویې جرګې په څنډه کې له بي‌بي‌سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، د بر وطن “افغانستان” ټول مسایل له دغه ځایه دي او په خبره یې د هغه وطن ټول جنګونه ټول فسادونه د پښتونخوا له خاورې په استفادې د پاکستان حکومت پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، که دا ځای پښتنو خپل کړ او واکدار د بر وطن پر ضد نه استعمالوه، نو په خبره یې دا د افغانستان د مسئلې حل دی.

نور ولولئ:  د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ:  پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

د پاکستان حکومت او چارواکو تراوسه د منظور پښتین دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت قومي جرګه کې د ګډون کوونکي

د خیبر ضلعې د جمرود په ریګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د “پښتنو قامي عدالت” په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي.

فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په هغه درې ورځنۍ جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

یاده جرګه چې د اکتوبر په ۱۱مه پیل شوې نن یې درېیمه او د پرېکړې ورځ ده، چې ډېری ګډونوال او پلویان پرېکنده پرېکړې ته په تمه دي.

په دې اړه افغان ډیپلوماټ او لیکوال عبدالغفور لېوال په یوه مقاله کې لیکي: په دې جرګه کې به هرومرو ولسي مشران او مخور دې پایلې ته رسیږي، چې د خپل واک او اختیار د ساتنې او د پښتنو د ژوند ژغورنې لپاره نور نو له پنجاب سره په یوه لار تلل ناشوني دي.پښتانه اوس پوهېدلي دي، چې د دوی ژوند و ژواک د انګریز له ښکېلاک څخه راپه دېخوا هماغسې د غلامۍ او بلواکۍ تر تورې تیارې لاندې ورنه لوټل کیږي، چې سل کاله پخوا ورنه لوټل کېده. ښکېلاک ښکېلاک دی، څه د انګریز او څه د پنجاب. کیسه هماغه ده. د پښتانه انساني ځواک او جغرافیا دواړه زبېښل کیږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button