موسيقي څه شی ده او څنګه رامنځته شوه؟
راځئ پوه شو چې موسیقي او هنرونه له کله راهیسې د انسانانو په ټولنو کې دود شوي دي
د زرګونو کلونو وړاندې خبره ده، کله چې د انسانانو لومړنۍ اړتياوې ترسره شوې نو بيا يې د خپل ذوق د تسکين له پاره په هنري کارونو لاس پورې کړ، خپل د اوسېدو په غارونو کې يې پر دېوالونو انځورونه جوړ کړل؛ خاورينې او ډبرينې لومړنۍ مجسمې يې جوړې کړې، خبرې يې منظومې کړې او موزون غږونه يې ترې راپورته کړل او هم يې د لاسونو، سرونو او څڼيو په غورځولو او د پښو او ملا په تاوولو سره د نڅا او اتڼ لومړنۍ بڼې رامنځته کړې.
په دې ترتيب تر تاريخ وړاندې په لسهاوو زره کاله پخوا انسانانو د نقاشۍ، شاعرۍ، موسيقۍ او رقص بنسټونه کښېښودل، خپل ځان يې پرې بوخت کړ او خپلې خوښۍ يې په دې وسيله څرګندې کړې.
ختيځ په دې برخه مخکښ او د تمدن او کلتور تاريخ يې زوړ او لرغونی دی ځکه انسان لومړی همدلته ميشت شو، همدلته یې وده وکړه او له همدې ځايه نورې نړۍ ته خورشو او خپلې لومړنۍ تجربې يې ورسره ولېږدولې.
خو په اسلامي نړۍ کې مولانا بلخي هغه عالم و چې موسیقۍ ته یې ځانګړی ارزښت ورکاوه
مخکې له مولانا هم ځينو صوفيانو او عارفانو موسيقي يو الهي اثر ګاڼه او د هغوی په قول د موسيقۍ معنويت ته غوږ شئ.
ذوالنون مصري ويلي دي:” موسيقي يو خدايي اثر دی چې زړه د خدای د پلټنې لپاره په حرکت راولي او هغه خلک چې د موسيقۍ معنويت حس کړي له خدای سره اوسي او هغه څوک چې د نفساني خواهشاتو له مخې موسيقي اوري په کفر کې لويږي.”
نور ولولئ: لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ
نور ولولئ: جاوید امرخېل د هنر په اړه تازه څه ویلي؟
د افغانستان د لرغونې موسيقۍ آلو په اړه استاد رفيع په نندارتون کتاب کې وايي:
“زموږ ګران هېواد افغانستان د ختيځ يو لرغونی هېواد دی چې دلته د انسانانو په لاس جوړ شوي ډبرين او نور آثار تر پنځوس زرو کلونو زيات عمر لري او ورسره د نقاشۍ، موسيقۍ، شاعرۍ او نڅا ګرۍ عمر هم لسهاوو زرو کلونو ته رسيږي. ”
هغه شپېلۍ تر ټولو لرغونې آله بولي، لکه چې وایي:
“د موسيقۍ په برخه کې شپېلۍ يوه ډېره لرغونې پوکيزه آله ده چې دلته کشف شوې، جوړه شوې او زرګونه کاله وړاندې يې د لوړو غروشپنو، په اسمانڅکو غرونو کې نغمې پورته کړې، زړونه يې پرې خوښ کړي او خپل ذوقونه يې پرې خړوب کړي دي چې تر اوسه هم د افغانستان په اسمانڅکو غرونو کې د شپېلۍ غږ لا پورته دی. ”
(زما د لوړو غرو شپونکيه)
“شپېلۍ غږوه!”
شپېلۍ د موسيقي دومره مشهوره آله وه چې دربارونه به يې هم تودول او يو آريايي سرود د آريانا د مدير او قابل پاچا، يما له درباره د شپېلۍ لوړ غږ داسې ثبتوي.
“د شپېلۍ غږ اورېده شي
د يما له لوی درباره!”
او د آريايي شپېلۍ غږ دومره و چې د چين تر درباره هم رسېدلي و او څلور زره کاره وړاندې د چين پاچا ‘هيوان-تي’ لرغوني افغانستان ته يو هیأت راواستاوه او شپېلۍ يې په خاصو مراسمو له ځان سره يوړه او د چين دربار ته يې ورسوله.
ډول له کومه شو؟
ډول د موسيقي يوه ضربي آله ده چې داهم زرګونه کاله وړاندې په لرغوني افغانستان کې رواج شوې، ځوانانو به ګڼې جامې اغوستې وې، اوږدې څڼې به يې پرې اېښې وې، ډمانو به ډولونه وهل، دوی به اتڼ کاوه، څڼې به یې غورځولې او د يوه ويدي سرود د شهادت له مخې د پښو ګردونه به يې آسمان ته پورته کېدل او اوس هم د اتڼ نارې دا صحنې داسې انځوروي.
“ټک وهئ لاسونه!
پر دې ميدان يې وباسئ ګردونه!”
ډول د ژوند له ډېرو برخو سره تړلی؛ په ودونو، اخترونو، مېلو او خوښيو کې هم ډول وهل کيږي، په اشر او ډله ييزو کارونو کې هم له ډول نه کار اخيستل کېږي، په چيغه او غزا کې هم د ډول ډنګ پورته وي او په دې توګه ډول له زرګونو کلونو راهيسې زموږ په ژوند کې ژوره ونډه اخيستې او هم يې د خبرولو او ډله ييزو رسنيو کار ترسره کړی او په مهمو چارو کې يې اولسونه سره خبر کړي او د ډول په غږ سره راټول شوي دي.