کورني خبرونه

مولوي کبیر: چاته به اجازه ورنه کړو چې هېواد کې ورانکاري فعالتونه وکړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، چاته به اجازه ورنه کړو چې په هېواد او له هېواد باندې ورانکاري فعالیتونه وکړي

په ورته مهال د طالبانو دغه مقام په اختر کې د امنیت ټینګولو او د خپلو ځواکونو وړتیا ستایلي ده.

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال نن په يوه اعلاميه کې ويلي «هیچاته ځای نشته، چې د افغانستان د ننه یا بهر تخريبې کړنې او فعالیتونه تر سره کړي.»

مولوي عبدالکبير وايي، چې د دوی «خپلواک پياوړی اسلامي نظام او ملي امنيتي ځواکونه» لري او چا ته به د ورته کړنو اجازه ور نه کړي.

طالبان او داعش ډله

که څه هم نوموړي کومې ډلې ته اشاره نه ده کړې، خو داعش داسې ډله بلل کېږي چې طالبان یې په افغانستان کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

ور سره نړیواله ټولنه په تېره د افغانستان ګاونډیان هم وخت نا وخت په افغانستان کې د داعش د بریدونو ډېرېدو او بهر ته د دې ډلې د ګواښ له زیاتېدو اندېښنه ښيي.

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

دې ډلې تېره میاشت په کندهار ښار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګی مسوولیت ومانه چې پکې تنخا اخیستو ته کتار شوي د طالبانو امنیتی ځواکونه په نښه شول.

له هغه وروسته په تېره تېر اختر کې طالبانو په کندهار او نورو ولایتونو کې د امنیت ټینګولو تدابیر سخت کړل.

د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير په نننۍ علاميه کې له خپلو «امنيتي ځواکونو» مننه کړې، چې د اختر په ورځو کې يې امنيتي پلان په ښه ډول عملي کړ.

مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

په امنیت ټینګولو کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه

نوموړي له خلکو د امنيت په خوندي کولو کې د همکارۍ پر غوښتلو سربېره له «امنيتي ځواکونو» غوښتي، چې د امنيت په تامين کې خپلو چارو ته لا متوجه واوسي.

طالبان داسې مهال له خلکو په امنیت ټینګولو کې د همکارۍ غوښتلو غږ پورته کوي چې دغه ډله تراوسه کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري.

د کارپوهانو په وینا، طالبانو تر اوسه د ولس غوښتنه چې یوه یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل دي، پام نه دی کړی او حتی دغه برخه یې جدي نه ده بللي.

د طالبانو نورو مشرانو هم د کوچني اختر د مبارکۍ په ليدونو کې له خلکو د امنيت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې داعش ډله د طالبانو رژیم ته په یوه سرخوږي بدله شوي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button