سیمه‌ییز

میدان وردګ؛ سیداباد ولسوالۍ کې یو ښکلی جومات ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو

د میدان‌وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په «سید‌اباد» ولسوالۍ کې د ملي سوداګر، حاجي عبدالولي خان په مالي ملاتړ د یو جومات د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د دغه ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «شهید نورالرحمن ملکزي» په نوم د دې جومات چارې دوه کاله مخکې پیل شوې، او تازه په دوو پوړونو کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې: “په دې جومات کې په یو وخت د ۴ زره کسانو لمونځ‌کوونکو د ظرفیت په لرلو سره د ښځینو لمونځ‌کوونکو لپاره ځانګړی ځای او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.”

د میدان‌وردګو د مسوولینو په وینا چې په دې جومات شاوخوا ۶۰ میلیون افغانۍ مصرف شوی او د سیداباد ولسوالۍ اړوند په شنیز دره کې د کابل – کندهار په لویه لاره جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دې جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو ګډون کړی و.

بلخوا د وردګو ولایت اوسېدونکي د دې جومات پر جوړېدو خوښ دي، خو له ملي سوداګر او حکومت څخه غواړي چې د تېرو جګړو له امله د دوی ویجاړ شویو سړکونو او د استوګنې کورونه ته هم جدي توجه وشي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button