نړیوال خبرونه

ناټو پر حکومت او امریکا کوم ډول فشارونه زیاتوي؟

ناټو پر حکومت او امریکا کوم ډول فشارونه زیاتوي؟ واشنګټن (Examiner) خپرونې په خپل یو تازه مطلب کې د افغانستان په اړه مهم بحث ترسره کړی او ویلي يې دي چې په افغانستان کې د موضوعاتو د حل په موخه فشارونو کې زیاتوالی راغلی.

یادې خپرونې د لورو لیکو کې د امریکا نوم اخیستی او زیاته کړې يې ده چې ناټو پر امریکا فشارونه زیات کړي چې په یوازي سر نسي کولی د سرتیرو په اړه پریکړه وکړي.د مطلب په دوام راځي چې ناټو د امریکا ترڅنګ پر افغان دولت هم فشارونه ډیر کړي ترڅو د سولې روانې هڅې یوې پایلي ته ورسوي، مطلب وايي چې د افغانسان په هکله د نړیوالو کنفرانسونو جوړیدل هم خورا هیله بخښوونکي دي او نتیجې يې ورکړې دي.

راپور دریو مهمو نوکاتو ته اشاره کړې چې هغه د طالبان، افغان دولت اوامریکا په ژمنتیا پوري اړه لري مطلب ویلي چې کیدلای سي افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه سي خو د دریو لورو ژمنتیا پوري اړه لري.د امریکايي او نور  بهرنیو هېوادونو د سرتیرو په هکله ډیر نظریات موجود دي چې نن د ناټو د بهرنیوچارو وزیرانو غونډه ترسره

750x430 1

د (NATO) عمومي منشي ښاغلی ینس سټولټبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې د دې غونډې په هکله وویل چې ټول غړي هېوادونه به لومړی د امریکا او طالبانو هوکړه و ارزوي او د افغانستان دروانو حالاتو په هکله به پریکړه کوي.هغه ویلي تر ټولو مهمه موضوع د بهرنیوسرتېرووتل دي.او باید دا موضوع سمه تعقیب شي.

د متحده ایالاتو او طالبانو د توافق پر بنسټ باید ټول بهرني سرتیري چې افغانستان کې شتون لري د راتلوونکي مي  میاشتي پوري باید له افغانستانه ووزي خو تراوسه پوري له نیوزیلنډ هېواد ماسیوا چې حپل سرتیري د مي په میاشت کې له افغانستسانه باسي بل هیڅ مملکت داسې پریکړه تراوسه نه ده کړې.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button