نن د جولای ۳۰مه د کاروان ورځ ده
اړوند مطالب:
په نیټفلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه
پر نټفلیکس د مازکر له ناول جوړ شوی سریال
نن د جولای ۳۰مه د پير محمد کاروان ورځ ده. کاروان د پښتو ادب کې د هغه چا نوم دی چې هر باریک بین لوستی او اورېدونکی یې پېژني.
پير محمد کاروان د «نور محمد» زوی دی، چې په ۱۳۳۸ کال د خوست «تڼی» ولسوالۍ اړوند د «نریزې» په کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې یې د تڼیو په نریز کلي سرته رسولې دي. او پاتې زدهکړې یې په ۱۳۵۶ کال کې د خوست په میخانیکي لېسې څخه کې ترسره کړې.
د کاروان شاعري ځانګری سبک لري او کله چې لوستونکی یې لولي له ورایه یې په شعرونو کې ګلونه غوړېږي.
د کاروان په شعرونو کې د چنار، غزل، سندره، ښاپېرۍ، سندربول/ه، قاف، نښتر،غزلبول، کابل، باګرام، سروش، ګودر، غرونه، غاړه کې سمبولونه زیات راغلي دي.
د ښاغلي کاروان چاپ شوي اثارکې له ماښامه تر ماښامه، د ښاپېرۍ ورغوی، چنار خبرې کوي، یو زرغون د نغمو سیند، له نرګسه تر نرګسه (د لنډو کیسو ټولګه)، غره ته روان سړی(د لنډو کیسو ټولګه) شامل دي.
د کاروان له شاعرۍ به دا ستونزمه وي چې د بېلګې په توګه کوم شعر غوره کړو، دلته یې هغه بېلګه راوړم چې د لوستکونو پر ذهنونو ژر حک شوې ده.
ولې راته وايې چې لږ وار کوه وار څه معنا؟
کار د مینې کار دی له دې کاره انکار څه معنا ؟
ووایه د ژوند د فلسفې شاګرده ووایه
سر په اوږو څه مانا او سر دی په دار څه معنا؟
ښايي چې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکه ده
دومره د ښکلا په لټون سترګې په لار څه معنا ؟
لاس د ښکاري څه وايي او زړه د غرڅې څه وايي؟
غواړمه یوه مانا لالیه چې ښکار څه معنا ؟
خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه
پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنا؟
چپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښایم
خلک راته وايي چې «کاروانه» چنار څه معنا؟