نن د م.م امنیت شورا د افغانستان په تړاو ناسته لري
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو نننۍ ناسته هم د تړلو دروازو تر شاه کوي
هاخوا طالبان په افغانستان کې پر یوناما په نیوکې سره وايي چې دغه اداره په افغانستان کې د منفي ټکو د لویو ښودلو او په دې تړاو د راپور وړاندې کولو په لټه کې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن یوځل بیا د افغانستان د وضعیت په تړاو د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې کوربه وي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست طلوعنیوز ته ویلي چې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې هکله زیاتوي:«ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په شپږمه نېټه د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړي او هلته د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا ګډون کوي او د امنیت شورا غړو ته، په تېرو درې میاشتو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو راپور ورکوي.»
نور ولولئ: د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي
نور ولولئ: د م.م امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي
نور ولولئ: د م.م امنیت شورا مشره طالبانو ته: پر ښځو محدودیت لګوونکې فرمانونه مو لغوه کړئ
بل پلو، طالبان په افغانستان کې پر یوناما په نیوکې سره وايي چې دغه اداره په افغانستان کې د منفي ټکو د لویو ښودلو او په دې تړاو د راپور وړاندې کولو په لټه کې ده.
یادې غونډې ته د طالبانو غبرګون
ذبیحالله مجاهد زیاتوي، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې به هغه مهال مثبتې پایلې ولري، چې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل:«هغه څه مو چې تجربه ده، هیله نهلرو، داسې ښکاري، هغوی ته دنده ورکړل شوې چې د افغانستان پر وړاندې خبرې وکړي، خبرې راټولې او پر منفي خبرو بحث وکړي او هغه لویې وښيي او پرې راپور جوړ کړي.
طالبانو دا ډول غونډې بې ګټې بولي او وايي چې د طالبانو درژیم پر وړاندې یې قضاوت ناسم او په افغانستان کې لاسوهنه کوي.
طالبان له یوې خوا له نړیوالو سره د تعامل هڅې کوي، خو له بلې خوا بیا د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو سره د دیپلوماتیک چلند پر ځای توند غبرګون ښیي او د افغانستان په تړاو یې هر راپور د ځان پرضد تبلیغات بولي.