اړوند خبرونه:
د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم
د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه
زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده
طالبانو د حکومت هوا پېژندنې ریاست وایي، چې نن سې شنبه به بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، کندز، بغلان، سمنگان، بامیان او پروان کې ورښتونه وي.
هوا پېژندنې ادارې په یادو ولایتونو کې د ورښتونو کچه له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو ښودلې.
په عین حال کې هوا پېژندنې ریاست په شمالي، سویل، سویل ختیځ، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر ورکړی چې چټکتیا یې په ساعت کې له ٥٠ تر ٩٥ کیلومترو ښودل شوی.
د یاد ریاست په خبرپانه کې زیاته شوې چې، دا بادونه به له ځان سره خاورې او دوړې هم ولري.
خبرپانه کې عامو خلکو ته توصیه شوې، چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه وځي، د سیندونو له غاړو دې لرې اوسي، د نیمه کاره ودانیو او لویو اوسپنیزو لیکدړو (لوحو) شاوخوا دې له ناستي او دریدو ډډه وکړي.
بل خوا، د ژمي په رارسېدو او د هوا له سړېدو سره سم د کونړ زلزله ځپلي وايي چې دوی لا هم د سرپنا له ستونزې سره مخامخ او تر څنګ یې هغه مرستې چې پر دوی وېشل شوي، ددوی لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.
په ورته وخت کې، د تېرې شپې زلزلې هم په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ګڼ کورونه نړولي، خلک یې د مالي او ځاني خساراتو ترڅنګ بې کوره کړي چې د هوا په یخېدو سره به نور هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي او ستونزې یې تر یوې اندازې هوارې کړي.
				


