Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ساینس او ټېکنالوژي

نور به د انډسکوپي پر ځای دا کپسول د معدي معاینات کوي

د طب په برخه کې ساینسپوهانو یو بل نوښت وکړ چې هغه ددې کپسول جوړول دي

ساینسپوهانو داسې کپسول جوړ کړي، چې نور به د معدې د معاینه کولو په وخت کې د انډسکوپي د لیني کمرې پر ځای همدا کپسول ناروغ ته د ستوني له لارې داخلوي.

د انډسکوپي معاینات ستونزمن دي

د معدې ناروغانو ته ډیر ځلې د انډسکوپي اړتیا پیدا کېږي څو ناروغي یې لا دقیقه تشخیص شي خو انډسکوپي د ډېرو لپاره اسانه نه ده بلکې ډیر تکلیف لري.

انډسکوبي هغه پایپ ته وايي چې د ستوني له لارې د انسان معدې ته اچول کېږي او بیا پر یوه سکرین د ناروغ د معدې منځ ښکاروي.

نور ولولئ: د روغتیا لپاره د لیمو ګټې

د دې لپاره چې انډسکوپي ناروغ کړوي، نو په اکثرو مواردو کې ناروغ ته بېهوشي ورکول کېږي.

د امریکا د جورج واشنګټن پوهنتون څېړونکو له دې تکلیفه د ناروغانو د خلاصون لپاره یو ډول کپسول جوړ کړی چې د معدې او د بدن د داخل ویدیو اخلي اود خپل کار له بشپړولو وروسته هضم کېږي.

دا کپسول د مقناطیس په وسیله کنټرولېږي

د انترسټینګ انجینیرنګ ویبپاڼې د راپور پر اساس، تر دې پخوا هم داسي کپسول اختراع شوی چې ویدیو اخلي او بیا هضم کېږي، خو هغو یو لړ محدودیتونه لرل. کله چې به کپسول معدې ته داخل شو، ډاکترانو یې حرکت نه شوای کنټرولولی.

خو د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د څېړونکو له لوري نوی جوړ شوی کپسول د ناروغ په معده کې په اسانه حرکت کوي او له لېرې کنټرولیږي.

نور ولولئ: روغتیاپلان؛ خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي

ناروغ ته کپسول ورکول کېږي چې تر ستوني یې تیر کړي، له تېرولو وروسته یې ډاکتر ویدیو ثبتوي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي د بیړنۍ څانګې د څېړونکو د ډلې غړی اندرو ملتز وايي، هغه کپسولونه چې په مقناطیس کنټرولېږي، د معدې د سرطان او ټپ په شان ستونزو د ژر تشخیص لپاره ډیر ګټور دي او کار اسانه کوي.

څیړونکي وايي چې تراوسه پورې يې دا کپسول په ۴۰ تنو ازمویلی دی او د هغه په وسیله یې د نس مهمې برخې کتلي دي.

هغو ناروغانو چې دا کپسول ورباندې تجربه شوی، ویلي چې درد یې نه درلود او تر انډسکوپي ډیر غوره و. دا په داسې حال کې ده چې نړۍ د طب په برخه کې هم ډېر په چټکۍ مخکې روانه ده او د ناروغانو لپاره ډول ډول اسانتیاوې رامنځته کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button