لوبېلوبې خبرونه

نور علي ځدراڼ او شهزاد محمدي بیا د کرکټ نړۍ ته راوګرځېدل

نور علي او شهزاد محمدي یو ځل بیا په افغان لوبډله کې د کرکټ میدان ته راځي او لوبې به کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د چین په کوربه توب د ۱۹ پړاو اسیايي لوبو لپاره د کرېکټ لوبډله اعلان کړه چې له یوې اوږدې مودې وروسته نورعلي ځدراڼ او شهزاد محمدي هم په اصلي لوبغاړو کې غوره شوي دي.

افغان کرېکټ بورډ دغې لوبډلې ته د ‘افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی.

نور ولولئ: افغان لوبډله د کرکټ له اسیا کپ سیالیو بهر شوه

دا له څو کالو د مخه د افغانستان د کرېکټ د پیل دوه مشهور توپ وهونکي دي چې په کورنیو سیالیو کې یې لا هم خپل کرېکټ ښه ساتلی خو په نړیوالو ډګرونو کې په وروستیو څلورو کالونو کې پرې ډېر باور نه دی شوی.

نورعلي ځدراڼ تخنیکي لوبغاړی دی

نور علي د ورو تخنیکي او با حوصلې لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي چې اوس یې په ملي لوبډله کې ځای ابراهیم ځدراڼ ډک کړی. شهزاد محمدي بیا د پیل چټک توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی و چې تر ډېره یې اوس پر ځای رحمان الله ګربز لوبېږي.

د دوی تر څنګ د پیل بل پخوانی لوبغاړی افسر ځاځی، کریم جنت، شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک هم ابدالیان لوبډلې ته غوره شوي.

نور ولولئ:  افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

کرېکټ بورډ ویلي په اسیايي لوبو کې به د افغانستان د لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وي، دې په تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام کې هم لوبډلمشر ټاکل شوی و خو هغه وخت د لوبډلې څرنګوالي ګرم بحثونه وپارول.

قیس احمد د افغانستان بل تکړه ورو توپ اچونکی دی چې د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبیږي

په دې نوملړ کې نور لوبغاړي هم شته

د کرېکټ بورډ له خوا په اعلان شوې نوملړ کې د ملي ټيم د دغو پخوانیو لوبغاړو تر څنګ د قیس احمد او ظاهر خان ټاکنې ته هم د ډېرو پام دی.

دوی دواړه ورو توپ اچونکي دي چې د نړیوال سوداګریز کرېکټ پراخه تجربه لري خو په افغان ملي لوبډلې کې یې ډېر وخت ځای نه دی موندلی.

په ملي لوبډله کې په ورو بال تر ډېره سترګې مجیب الرحمان او راشد خان ته وي.

د چین اسیايي لوبو ته په تلونکي نوره لوبډله کې زبېد اکبري، صدیق اتل، شاهد کمال، وفېع الله تره خېل، نجات مسعود، او سید شېرزاد شامل دي.

دغه لوبغاړي داسې مهال اخیستل کېږي چې پر کرکټ بورډ ګڼې نیوکې دي چې ګواکي دوی په اداره کې له واسطو کار اخلي او د لوبغاړو حقوق تر پښو لاندې کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button