نړیوال خبرونه

هغه شپږ ډوله خوراکي توکي چې ژر نه هضمېږي؛ دا توکي د شپې لخوا مه خورئ

متوازن او صحي خواړه د روغتیا لپاره ډېر مهم وي، زیاتره خلک د هاضمي ستونزې لري چې د خوړو د هضم پروسه ستونزمنېږي. زموږ معده د خوړو د هضم لپاره انرژي ته اړتیا لري، که چیرې د ځینو خوراکي توکو په استعمال زموږ په هضم کې ستونزې رامنځته شي نو باید د هغې خوراک پریږدو ترڅو زموږ هضم ښه وي.

هغه خواړه چې بې هضمي پیدا کوي:

ځینې ​​خواړه په آسانۍ سره نه هضمېږي، چې دا ډول خواړه په لاندې ډول دي:

سره شوي خواړه:

سره شوي خواړه نه یوازې دا چې زموږ روغتیا ته زیان رسوي بلکې د هضم پروسه هم ستونزمنوي، دا خواړه پرته له ماتېدو زموږ په کولمو کې حرکت کوي. همدارنګه سره شوي خواړه لږ فایبر لري چې د قبضیت لامل کیږي او د وزن د زیاتوالي عمده لامل وي او چې کولیسټرول هم زیاتوي چې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي. د ورېژو، د چرګانو غوښه او نور د شپې لخوا روغتیا ته زیان رسوي.

پروسس شوي خواړه:

پروسس شوي خواړه د روغتیا لپاره زیانمن وي، ځکه چې پروسس شوي خواړه کم غذايي مواد لري، چې د فایبر په څېر مهم غذایي توکی هم نلري چې په دې ډول د هاضمي ستونزې زیاتوي او د چاغۍ سربیره د شکرې او د زړه د ناروغیو لامل هم ګرځي.

مساله لرونکي خواړه:

مساله لرونکي خواړه هم په هضم کې د ستونزو لامل کیږي، زیاتره خلک د مساله لرونکي خوړو له خوراک وروسته د معدې درد تجربه کوي، سربیره پردې، دا ډول خواړه د ګاز، پړسوب، د زړه سوځیدنې او تیزابیت ستونزې هم رامنځته کوي، نو د شپې لخوا یې له خوړلو ډډه وکړئ.

نور یی ولوله | نډ پرایس: له کابل سره د اړیکو پراختیا د هغوی د ژمنو عملي کولو پورې تړاو لري

نور یی ولوله | راشد خان: ښځه هغه لومړنۍ مدرسه ده چې د انسان شخصيت پکې وده کوي

لبنیات:

د لبنیاتو محصولات هم د هضم لپاره سخت وي، په دې کې لیکتوز وي چې د ګاز او پړسوب لامل کیږي، خو تاسې اړتیا لرئ چې په خپل خوراک کې کلسیم اضافه کړئ، خو د شپې لخوا د دې توکو استعمال ښه نه وي او کوچ هم د هضم لپاره سخت وي.

مصنوعي خواږه:

د مصنوعي خوږو خوړل زموږ معده هم خرابوي چې له امله یې هضم پروسه ګډوډېږي نو لکه ژاولې او نور هم تیزابي مه استعمالوئ. همدغه راز د مصنوعي خواږو خوړل په بدن کې التهاب زیاتوي، چې له امله یې روغتیايي ستونزې راپیدا کېږي او د خېټې د وازدګې د زیاتوالي لامل هم کېږي.

ددې ترڅنګ:

۱. قهوه باید په زیاته اندازه ونه څښل شي ځکه چې د کافین زیات استعمال د روغتیا لپاره ښه نه وي.
۲. خام سبزیجات هم په اسانۍ سره نه هضم کیږي.
۳. هغه توکي چې تېزابیت پیدا کوي، هم باید ونه خوړل شي.

زیاتره خلک د معدې حساسیت لري چې له امله یې د هاضمې ستونزې لري، نو موږ کولی شو د غذایي موادو له کارپوه سره په مشوره د ځان لپاره د غذایي رژیم چارټ جوړ کړو

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button