ژوندژوند او ټولنه

هغه ښځه لومړۍ درجه فارغه شوه چې ۱۶ کلنۍ کې یې لیک او لوست نه شو کولای

هغه ښځه له پوهنتون په لومړۍ درجه فارغه شوه چې په ۱۶ کلنۍ کې یې لیک او لوست نه شول کولای

سکاټلنډ کې هغه ۲۶ کلنه ښځه له پوهنتونه په لومړۍ درجه فارغه شوه، چې په ۱۶ کلنۍ کې یې لیک او لوست نه شو کولای.

کلویی مک رابرتس تېره اوونۍ له ګلاسکو کالدونین پوهنتون په ټولنیزو چارو کې د فراغت سند ترلاسه کړ.

آغلې رابرتس د لیک او لوست برخه کې له خورا سخت پړاوه تېره شوې، ښوونځي کې یې نه شو کولای لیک لوست وکړي.

نور ولولئ: د نړۍ د ډیرو پوهنتونونو لرونکي هېوادونه کوم دي؟

نوموړې له څخه له وتلو وروسته د یوې شورا په مالي مرسته پیل شوې پروژه کې زدکړې له سره پیل کړې.

هغې تر لومړنیو زدکړو هم ملاتړ ته لاسرسی نه درلود چې ډېره اړتیا یې وه.

هغې څنګه زده‌کړو ته پام شو؟

دا وايي:”ما نه شو کولی چې ټولګي کې کېنم او درس کې برخه واخلم، خو خوښېدل مې چې هلته اوسم. کله به مې ذهن کې ځینو شیانو ته مانا پیدا کړه او غوښتل مې ویې لیکم خو نه به مې شو کولی، دې کار زه سخته نهیلي کولم.”

د مک رابرتس مور د هغې د ملاتړ لپاره خپله دنده پرېښوده، خو سره له دې هم څه بدلون پکی رانغی تر هغې چې له ښوونځي ووتله.

هغه بیا وروسته وتوانېده چې South Ayrshire Council له خوا د زدکړو برخه کې مرسته ترلاسه کړي.

هغه وايي:”دې پروژې راته هر څه له تورو او انځورونو پیل کړل.”

هغه پر ځان ویاړ کوي

مخکې یی حس کوله چې له خپلو همزولو ډېره وروسته پاتی ده او خپه کیده به، خو اوس وايي خوشاله ده.

آغلی مک رابرتس زیاتوي:”پوهېدم چې غواړم پوهنتون ته لاړه شم، خو ډېر راته لېري ښکارېده. له لسو کالو ډېر وخت یې ونیوو چې دې ځای ته ورسېږم، په ځان ویاړم”

هغه اوس معلولو کسانو سره په یوه ډله کې کار کوي، چې د څو نورو ښوونځيو زدکوونکو سره مرسته وکړي.

“ما د بریتانیا د اشارو ژبه هم زده کړه او په هغې کې هم په شرایطو برابره یم او هیله لرم چې وکولای شم خلکو ته دې برخه کې هم شته خنډونه له منځه یوسم.”

هغه تېره اوونۍ په لومړۍ درجه له پوهنتون فارغه شوه وايي خپل احساسات په ژبه نه شي بیانولای.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button