هند: ۲۰۲۶ کې به افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړو

اړوند خبرونه:
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
هندي رسنۍ راپور ورکوي، چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د هند له لوري افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندنې سربېره هم دوام درلود، کېدای شي سږ کال د پاکستان له لارې د بندېدو او د ایران له لارې د احتمالي بندېدو له امله نور هم راکم شي.
د هندي رسنیو له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې هند افغانستان ته خپل صادرات په ۲۰۲۵ مالي کال کې هم د تېر ۲۰۲۴ کال پرتله له ۲۰ سلنې زیات راکم کړي دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې په زیات شمېر خلک له ناچارۍ سره لاس او ګریوان دي.
تازه د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب مرحلو د بشپړې طبقې (IPC) وروستي موندنې ښيي، چې نږدې ۵ میلیونه افغان ماشومان، چې د هېواد د ماشومانو شل سلنه جوړوي، د خوړو له بحراني حالت سره مخ دي.
تر دې ور اخوا ملیونونه نور افغانې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري، چې د نړیوالو مرستو له بندېدو سره به د دوی حالت نور هم کړکېچن شي.
کارپوهان وايي، چې د طالبانو حکومت د خپلو ناسمو تګلارو له امله د هېواد اقتصادي حالت په ځانګړې توګه د ماشومانو، میندو او د ټولنې نورو زیانمنوونکو وګړو خوندیتوب ته خنډونه پېښ کړي.