هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي
هند وایي، سبا د جمعې په ورځ چندریان۳ په نوم فضايي بېړۍ فضا ته استوي
سپوږمۍ ته د الوت لپاره د هند ماموریت چمتو دی او تمه دا ده سویلي برخې ته به یې لومړنی ورغلی فضايي ماموریت شي.
د سپوږمۍ د دې برخې په هکله زیات معلومات نه دي ترلاسه شوي. له پلان سره سم به چاندریان-۳ نومی هندی راکټ چې درې برخې لري، د جمعې پر ورځ له ځايي وخت سره سم د ورځې دوې بجې او ۳۵ دقیقې له سري هري کوټه نومي فضايي مرکزه والوځي.
د هند فضايي څېړنو مامورین وايي، د راکټ یوه برخه چې لېنډر نومېږي او د سپوږمۍ پر ځمکه د کېناستو لپاره کارول کېږي، د اګست پر ۲۳-۲۴ مه به سپوږمۍ ته ورسېږي.
که دا ماموریت کامیاب شي، هند به له امریکا، مخکیني شوروي اتحاد او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد شي چې راکټ یې د سپوږمۍ پر سطحه ارامه ناسته کوي.
دا دریم ماموریت بلل کېږي
چاندریان-۳ نومي راکټ د هند فضايي ماموریت کې دریېم هغه دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند له لومړي ماموریت ۱۳ کاله وروسته تشیال ته ځي. د چاندریان-۱ پروژې مشر میلسوامي انادورای په وینا ”هغه راکټ لومړی ځل د سپوږمۍ پر سطح د اوبو په هکله لومړنی او تفصیلي لټون وکړ او معلومه یې کړه چې سپوږمۍ د ورځې په اوږدو کې یو چاپېریال لري. ”
نور ولولئ: ایسپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی
چاندریان-۲ هم درې برخې درلودې، چې د ۲۰۱۹ کال په جولای کې توغول شوی و، خو یوازې په ځینو برخو کې بریالی و.
د هغه راکټ اوربېټر یا هغه برخه چې په مدار کې د ګرځېدو کار ورکوي ان تر اوسه ګرځي او سپوږمۍ څېړي، خو د کیناستو اله یا لېنډر یې بریالی ثابت نه شو، بلکې له سطحې سره له لګېدو وروسته مات شو.
ښاغلی انادورای بیا د هغې ویجاړۍ لامل په وروستیو شېبو کې د تم کېدو نظام کې رامنځته شوې خرابي بولي.
د لومړنۍ ناکامۍ پېښې څېړل شوي
د هند فضايي څېړنو ادارې (ای، اېس، ار، او) مشر سریدهارا پانیکر سومانات وايي، دوی په غور سره د هغې مخکینۍ پېښې معلومات څېړلې او بیا یې د داسې پېښې مخنیوي لپاره تجرباتي تمرینات کړي دي.
نوموړی وايي، چاندریان-۳ چې ټولټال ۳۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري او شپږ اعشاریه یو میلیارد هندۍ روپۍ یا ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې شوی، د مخکنیو راکټونو په څېر ماموریت لري، چې بې خنډه د سپوږمۍ پر سطحه کېني.
نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي
لېنډر (چې د ای، اېس، ار، او موسس په نامه ویکرم نومول شوی) ۱۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري او پکې ۲۶ کیلوګرامه ګرځنده اله یا ګاډی ځای پر ځای شوی، چې د پراګیان نوم ورکړل شوی (چې په سنسکرت کې د ځېرکتیا په مانا راغلې کلیمه ده.)
دا راکټ له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې وخت واخلي چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.