هنر او ادب

هندي چارواکو په هند کې پاکستاني فلم خپرېدو ته اجازه ورنه کړه

هندي چارواکو پاکستاني ‘دې لېجنډ اف مولا جټ’ فلم ته هند کې د خپرېدو اجازه ورنه کړل شوه

رسنۍ وايي، هندي چارواکو یوه پاکستاني فلم “دې لېجنډ اف مولا جټ” ته د دغه هېواد پنجاب ایالت کې د سینما پر پرده د خپرېدو اجازه نه ده ورکړې.

همدا فلم په ۱۹۷۹ کال کې هم جوړ شو و، خو دا ځل په نوې بڼه جوړ شوی.

نوی “دې لېجنډ اف مولا جټ” د پاکستان د فلمي‌ صنعت په تاریخ کې تر ټولو لوړ عواید لرونکی فلم دی.‌

جوړونکي یې هیله لرله چې فلم به یې په هند کې هم ښه وچلېږي خو دا هیله یې پوره نه شوه. دې فلم کې د یوه خیالي اتل کیسه شوې.

دا فلم په هندي ژبه جوړ شوی

په پام کې وه چې په پنجابي ژبه جوړ شوی ‘دې لېجنډ اف مولا جټ’ فلم چهار شنبه د هندوستان په پنجاب ایالت کې خپور شي، خو داسې ونه شول.‌

که دا فلم د هندوستان په پنجاب ایالت کې خپور شوی وای، نو له څه باندې یوې لسیزې راهیسې به دا لومړی ځل و چې یو پاکستانی فلم په هندي سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

په هندوستان کې د فلمونو خپروندیه ادارې “زي سټودیو” بي‌بي‌سي ته ویلي هند کې د دې فلم پر خپرېدو د تل لپاره بندیز لګول شوی.‌

نور ولولئ: د شارخ خان ۲۳ کلنې لور په ۱۲ کروړه نوی جایداد واخیست

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

خو دا څرګنده شوې نه ده چې د هند د اطلاعات او کلتور وزارت ولې دا پرېکړه کړې.

په دغه فلم کې مخکښ رولونه فواد خان او ماهره خان لوبولي چې دواړه په هند کې مشهور دي او ګڼ مینوال لري. په دې فلم کې د یوه فلکوریک اتل کیسه شوې چې د یوه سیالې قبیلې له مشر سره په ټکر کې راځي.

لومړی په پام کې وه چې دا فلم په ۲۰۲۲ کال کې له پاکستان سره همهاله په هند کې هم خپور شي خو هغه مهال یې خپرېدل تر تېرې میاشتې پورې ځنډول شوي وو.

afghan 2024 10 03t115803.709

په هندي سینماګانو کې د یاد فلم چلېدل

د فلم جوړوونکي ‘بلال لشهاري’ د انسټاګرام په یوه پیغام کې ویلي وو چې فلم به یې په هندي سینماګانو کې هم ښه وچلېږي ځکه د نوموړي په وینا له تېرو دوو کالو راهیسې د پاکستان په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

هغه ویلي وو ژر به د هندوستان په پنجاب ایالت کې هم د فلم مینوال د دې فلم له نندارې خوند واخلي.

تر دې وړاندې د هندوستان مهراشترا ایالت کې یوې سیاسي ډلې ویلي وو چې دغه پاکستاني فلم ته به په دې ایالت کې په هېڅ صورت د خپریدو اجازه ورنکړي.‌

کله چې په هند کې د فلم د خپریدو پر سر جنجالونه ډېر شوی، هند کې د فلم خپرندویه ادارې “زي سټوډیوز” وویل دا فلم به یوازې د هند په پنجاب ایالت کې نندارې ته وړاندې شي.

د پاکستان او هند ترمنځ که څه هم اړیکي خراب دي، خو دواړه هېوادونه د یو بل د کلتوري فعالیتونو او هنر درناوی کوي.

تر دې مخکې ډېر پاکستاني فلمونه او سریالونه په هند او دغه راز هندي فلمونه او سریالونه په پاکستان کې خپاره شوي دي. د هندوستان پنجابي فلمونه په پاکستان کې هم ګڼ مینوال لري او دغه راز هند کې هم د پاکستاني فلمونو مینوال کم نه دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button