Uncategorized

واشنګټن امریکا کې د «ګرین کارټ» د غوښتنلیکونه پروسس ځنډولی

اړوند خبرونه: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

امریکا هلته د «ګرین کارت» یا دایمي استوګنې د غوښتنلیکونو پروسس ځنډولی دی.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د هیواد د مهاجرت پالیسیو کې د دوامداره تعدیل د یوې برخې په توګه یې د «ګرین کارت» یا دایمي استوګنې لپاره د ځینو غوښتنلیکونو پروسس په موقتي ډول ځنډولی دی.

ان بي سي نیوز پرون (سه شنبه، د حمل ۴مه) د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت ادارې په حواله راپور ورکړی چې د ګرین کارت د ځینو غوښتنلیکونو پروسس د نورو بیاکتنې لپاره ځنډول شوی دی.

د راپور له مخې، په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې لپاره د ځینو مهاجرینو د غوښتنلیکونو په نهایي کولو کې ځنډ یا «لنډمهاله وقفه» د روان کال په جنوري کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا لاسلیک شوي اجرایوي فرمان تعقیبوي.

د ټرمپ اجرایوي فرمان، چې د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ لاسلیک شو «د بهرنیو ترهګریزو بریدونو او ملي امنیت او عامه خوندیتوب لپاره له نورو ګواښونو څخه د متحده ایالاتو ساتنه» په نوم د کډوالۍ له ادارو څخه وغوښتل چې تر ممکنه حده پورې ټول هغه بهرنيان چې امریکا ته داخلېږي په دقیقه توګه وڅاري.

ګرین کارت، چې افرادو ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې ژوند او کار وکړي، د ډیری غوښتونکو لپاره د کډوالۍ یو له خورا مهمو ګامونو څخه دی. د بیاکتنو لنډمهاله ځنډول ممکن د غوښتونکو ځینې کټګورۍ شاملې کړي، لکه پناه غوښتونکي یا هغه خلک چې ځانګړي شرایط لري، که څه هم په راپور کې د دې ډلو دقیق توضیحات نه دي مشخص شوي.

دا پالیسي به پر هغو زرګونو غوښتونکو مستقیم اغیز ولري چې په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې لپاره د خپلو غوښتنلیکونو وروستۍ تصویب ته په تمه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button