ځایی
وسله والو په ننګرهال کې د صفت الله په نوم یو طالب وژلی
په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو طالب جنګیالی وژلی دی.
سرچینو پنجشنبه د سلواغې پر ۴مه، منلې چې دا پېښه دوه ورځې مخکې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینو د دې طالب جنګیالي نوم صفتالله یاد کړی.
سرچینه وایي، صفت الله په نوم طالب جنګیالی ناڅرګندو وسلهوالو له خوا په خپل کور کې تر ځړولو وروسته وژل شوی دی.
تر اوسه په ننګرهار کې طالبانو د خپل دې غړي د وژل کېدو په تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ مخکې هم د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د «بورا» په نوم د یو وژل شوي طالب جنګیالي مړی موندل شوی و.