ولسمشر غني: کډوال او ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي

ولسمشر غني: کډوال او ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي .جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د کډوالو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
د دغو مراسمو په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل، راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ژمن یوو او په خپل ټول توان د دوی د بشري حقونو د تامین هڅه کوو.وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیالې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ استازې وویل، کډوالۍ په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه افغانان زیانمن کړي او مهم لامل یې طبیعي پېښې، مزمن فقر او د جګړې دوام دی.

دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو د ټینګار پر مهال د سولې انکشافي پلان په چوکاټ کې د مارکېټ جوړولو، سولې اعمار او دولت سازۍ په برخو کې د حکومت له هڅو د خپل ملاتړ پر دوام تاکید وکړ. همداراز یې د راستنېدونکو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدګۍ او د هغو د مجدد ادغام په اړه خپله ژمنتا هم څرګنده کړه.
جمهوررئیس یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، کډوال او ډیاسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي او د اساسي قانون پر بنسټ د هيڅ افغان د افغانیت حق نشي سلبېدای.هغه په انکشافي برنامو کې د ډیاسپورانو د موثر رول یادونه وکړه وې ویل، له واضح لیدلوري پرته او اوسنیو تغییراتو ته په پام پر کډوالۍ بحث نشي کېدای.
جمهوررئیس دېته په اشارې چې بین المللي ټولنې طالبانو ته سیاسي حیثیت ورکړی په ټینګار وویل، طالبان د جنګ د دوام مسوول دي، دوی هره ورځ عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي او ملکي وګړي هدف ګرځوي. هغه زیاته کړه، د طالبانو له لورې دغه نامشروع تحمیلي جنګ باید د سیمې او بین المللي ټولنې له لورې تحریم او محکوم شي.
ولسمشر غني د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران وغوښتل چې په افغانستان کې د پایداره او عادلانه ثبات او سولې د ایجاد په موخه خپل فعال رول ونه ځنډوي.د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، اته ملي برنامې د ډیزاین او تطبیق په حال کې دي او په دې اړه باید بین المللي مرستې نتیجه محوره وي، نه پروسه محوره.