نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړی: اروپایي اتحادیه غواړي چې بهرني فوځیان شرایطو ته په کتو له افغانستان نه ووباسي

ولسمشری ماڼړی: اروپایي اتحادیه غواړي چې بهرني فوځیان شرایطو ته په کتو له افغانستانه ووباسي. داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر مابین د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی،

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د(EU) د بهرني سیاست د مشر جوزپ بورل له قوله ویلي چې اروپايي اتحادیه غواړي بهرني ځواکونه په مشروط ډول له افغانستانه ووځي.له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غني او بورل تر منځ په تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه خبرې کړې دي.دويي د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم بحث کړی.

بوریل ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه ډېره لوړه ده او اروپایي اتحادیه د افغان سولې بهیر هم له نږدې څاري.د ولسمشری ماڼړی په خبرپاڼه کې د جوزپ بورل له قوله ویل شوي «له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتل دې د شرایطو پر بنسټ ترسره او تاوتریخوالی باید پام وړ راکم او دایمي اوربند وشي.

20210212 160906

د (EU) د بهرني سیاست د مسئول پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټه کچه کې دی.او که چېرې د ناټو ملکونو فوځیان نور راکم شي دې سره به کچه نوره هم ټيټه شي.

ددې توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي او خپلې اډې تخلیه کړي.خو اوسمهال سیاسي شنونکي هم وايي چې باید بهرني ځواکونه له افغانستان نه ونه ووځي او پاې ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي تر څو د افغانستان روانه جګړه نور شدت پیدا نکړي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر تازه په خپله وینا کې ویلي، چې دی به د ځواکونو د ایستلو په ځای  په ډيپلوماسي تمرکز وکړي او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په ګډه به کوشش وکړي، چې د امریکا لخوا پيل شوې اوږدې بهرنۍ جګړې پای ته ورسوي.او افغانستان کې سوله قایمه کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button