Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ستاسې اند او نظر

وېښتان په څوډوله دي

وېښتان درې ډوله دي

لانګو هغه ویښته دي چې په جنیني پړاو کې پر بدن پیدا کېږي

نازک او ګڼ وېښتان چې په ماشومتوب کې تر زېږون وروسته ټول ځان پوښي.

ترمینال ویښته چې ډبل او تېز رنګ لري. پر سر، ږیره، لاسونو، پښو او پټو ځایونو راخېژي.

بېلابېل فولیکولونه بېلابېل ویښته جوړولای شي. دا هم کېدای شي چې ویښته له یوه فولیکوله جوړ وي، خو د وخت په تېرېدا یې د هورمونونو د اغېز له امله خپله بڼه بدله کړې وي.

په ژویو کې ځینې وېښتان حسي دنده لري، خو انسانانو کې دا ډول نشته. په انسانانو کې د تایلوټریک په نامه ځینې ویښته شته چې د نس یا خېټې پر سر وي او حسي دنده هم لري. د وېښتانو د فولیکولونو شمېر په ټول ځان کې پینځه میلیونه دي. دا شمېر په ټولو انسانانو کې یو ډول وي، آن د ښځینه او نارینه وو فولیکولونه هم کم و ډېر نه دي. تر ځینو ژویو د انسانانو ویښتان ډېر دي، خو دا چې لږ برېښي د دې لپاره چې ډېری وېښته یې اوږدېږي او ډبلېږي نه.

په ټولو انسانانو کې وېښتان د فعالیت او دمې یا استراحت پړاو لري. هغه پړاو چې ویښته وده پکې کوي اناژن نومېږي. استراحت چې پکې کوي، هغې ته تلوژن وایي. د دې دواړو ترمنځ لېږدونکي پړاو ته کاتاژن وایي. اناژن د سر ویښتو کې ډېره وي. دا پړاو په ځینو کې توپیر کوي، ځکه خو د ځینو کسانو ویښته ګڼ او د ځینو رنګړي وي. کاتاژن په سر کې دوې اونۍ او تلوژن درې میاشتې نیسي. تر هغې وروسته بیاځلي اناژن پیلېږي.

په سر کې د فولیکولونو شمېر سل زره دی. یوه سلنه یې د کاتاژن پړاو کې وي، اتیا تر نوي په اناژن او لس تر شلو په تلوژن کې وي. که د اناژن مرحله زر ورځې وګڼو، نو د ورځې سل وېښتان تویېږي او پر ځای یې نور وېښتان شنه کېږي. که تر بلوغ وروسته مو د ورځې تر سلو لږ وېښتان تویېدل، عادي دي. که چېرې تر سلو یا یونیم سلو ډېر وو، ښه به وي چې د همدې برخې متخصص ته ورشئ.

د ویښتو څرنګوالی او اندازه یې تر جنیټیکي لاملونو توپیر کوي. په جاپانیانو کې ویښتان شخ شخ وي. افریقایانو کې ګڼ او توني شکله وي. موږ غوندې خلکو کې لکه افغانیان او ایرانیان بیا، هم ښوی وېښتان شته هم ګڼ او توني.

جالبه دا ده چې د مېرمنو وېښتان تر نارینه وو ډبل او په تندي کې تر هغوی وړاندې د مخ پر لوري راخېژي. تر بلوغ مخکې تر هلکانو د سر ویښته ژر وده کوي او تر بلوغ وروسته د نجونو. که د جنسیت خبره مطرح نه کړو, د وېښتانو د چټکې ودې پړاو تر پنځوسو یا اویا کلنۍ دی.

د وېښتانو پر وده هورمونونه خپل اغېز ښندي. سټروژن د ودې د چټکوالی کموي او ټایرویېد یې وده چټکوي. د ویښتو توږل او د سر ګنجی کول د ودې د تېزوالي لامل نه کېږي. په انسان رنګي دانې میلانین دي چې میلانوسیت یې تولیدوي او دا د ویښتو په بېخ یانې پیاز کې دي. د رنګ څرنګوالی د میلانین په جوړښت پورې اړه لري. میلانین دوه ډوله دی. هغه چې تور او قهوه یي رنګ جوړوي یومیلانین دی او هغه چې د ژېړ یا سره رنګ ترمنځ رنګ جوړوي فیومیلانین نومېږي. که میلانین ونه لري، هغه وېښتان سپین ښکاري. د وجود ټولو ویښتانو کې د بڼو ویښته تېز رنګ لري.

د یوه کس د وښتانو رنګ ټاکل په جنیټیک پورې اړه لري. ځینې هورمونونه هم اغېز لري، لکه استروژن، پروژسټرون او د میلانوسیت تحریکوونکي هورمونونه. د همدې لپاره د باردارۍ پر مهال د ښځو د ویښتو رنګ یو څه پوخ ښکاري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button