نړۍ

ټرمپ نن سعودي عربستان، قطر او اماراتو ته په سفر روان شو

اړوند خبر:

ډونالډ ټرمپ: سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې د «فارس خلیج» به عربي خلیج اعلان کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن( سه‌شنبه، د غویي ۲۳مه) سعودي عربستان ته په رسېدو سره منځني ختیځ ته خپل رسمي سفر پیل کړ.

دا سفر به د می له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې پورې دوام وکړي، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه به پکې شامل دي او د ټرمپ د دویمې دورې د لومړي بهرني سفر په توګه د نړیوالو رسنیو د پاملرنې موضوع وه.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ټرمپ به د خلیج عربي هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي تړونونو پراخولو او د سیمه‌ییزو کړکیچونو کمولو باندې تمرکز وکړي.

اکسیوس د امریکا او عربي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ غواړي  د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنو سره امریکا ته راستون شي. په دې تړونونو کې سوداګري، وسلې او زیربنایي پروژې شاملې دي.

دا سفر په داسې وخت کې راځي چې منځنی ختیځ له ګڼو کړکیچونو لکه، د مسقط کې د ایران او امریکا د اټومي خبرو اترو، د اسراییلو او فلسطین شخړه، او جیوپولیتیک سیالي سره مخ دی.

امریکایي رسنیو همداراز راپور ورکړی، چې د قطر شاهي کورنۍ ډونالډ ټرمپ ته د ۴ سوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه بوینګ ۸-۷۴۷ ډوله الوتکه ډالۍ کوي.

په دغه الوتکې کې به د امریکا د ولسمشر لپاره د پوځي، تفریح، استراحت، خوړنځای او ګڼ نورو برخو کې سهولتونه وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button