پاکستان به د افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو ډېر ژر پیل کړي
اړوند مطالب:
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي.
د پاکستان حکومت تېره چارشنبه د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله ییز اېستل تصویب کړل.
د دغه سند پر بنسټ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په لومړي پړاو کې هغه افغانان چې د استوګنې رسمي اسناد نه لري او د اې سي سي کارټ لرونکي له اسلام اباد او راولپنډۍ بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
خو د اې سي سي کارټ لرونکي او د په پاکستان کې د استوګنې اسناد نه لرونکو افغان کډوالو کره شمېرې په ډاګه نه دي.
اې سي سي هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چې په پاکستان کې د قانوني کډوالو په توګه پیژندل شوي دي. دا کارټ په پاکستان کې د شخص قانوني حیثیت په ګوټه کوي.
د افغانستان انترنشنل له لوري په ترلاسه شویو سندونو له مخې، په دوهم پړاو کې د پي او ار کارت لرونکو وضیعت ته کتنه کیږي.
د دغه سند پر بنست د پاکستان د فدرالي کابینې د دې کارټ لرونکو ته د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده، خو دوی هم باید له اسلام او راولپنډۍ وایستل شي.
شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي و، چې شاوخوا ۱،۴۵ میلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
پي او ار کارټ بیا هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چې په پاکستان کې د کډوالو د نوم لیکنې په پروسه کې یې برخه اخیستې وي او د کډوالو حیثیت لري.
دغه ډول کسان ځینو حالاتو کې په پاکستان کې ځیینو خدماتو او اسانتیاوو ته د لاسرسي حق هم لري.