Uncategorized

پاکستان سعودي عربستان سره پر افغان سوله خبرې کړي

د پاکستان د پوځ مشر د سعودي عربستان له ولیعهد سره پر افغان سوله او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او صدراعظم عمران خان سعودي عربستان ته تللي دی

او په جده کې یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي او سولې ته د رسېدو لپاره یې یوازېنۍ لار مذاکرات بللي دي.دوی ویلي چې د افغان سولې لپاره تر ټولو ښه لار د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې دي او باید نور روان وضعیت پای ته ورسېږي.

عربستان ویلي چې پاکستان دې طالبانو باندې فشار راوړي، څو تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو ګام واخلي.د سعودي او پاکستان چارواکو دغه راز په سیمه او نړۍ کې پر روان وضعیت او شته ننګونو هم بحثونه او خبرې کړې دي.پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم حضور درلود او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې هم ټینګار کړی دی.

fb img 1620469502739

سعودي او پاکستان به د سولې برخه کې رښتینې همکاري وکړي؟که څه هم سعودي او پاکستان ظاهراً داسې ښوولې چې د سولې په برخه کې به ګډه همکاري کوي، خو دغو دواړو هېوادونو له طالبانو د مالي ملاتړ له لارې پر افغان خاوره جګړه روانه ساتلې ده او د پای ته رسولو لپاره یې هېڅ داسې ګام نه دی اخیستی چې ښه نتیجه دې ولري.

ضروري خو دا وه چې عربستان د اسلامي مملکتونو د سرلاري په توګه د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره رښتنې هڅه کړې وای، مګر دوی برعکس د طالبانو مالي ملاتړ کړی او د جهاد په نوم یې ناولې جګړې روانې کړې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button