هنر او ادب

پاکستان کې افغان سندرغاړي: له م.م غواړو چې نورو هېوادونو ته مو ولېږدوي

په پاکستان کې کډوال افغان سندرغاړي له ملګرو ملتونو غواړي چې نورو هېوادونو ته یې ولېږدوي

د پاکستان بېلابېلو صوبو ته راکډه شوي افغان سندرغاړي له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې د نورو افغانانو په څېر دې دوی ته هم نورو هېوادونو ته د اېستلو زمینه برابره کړي.

دغه سندرغاړي او د سازونو غږوونکي له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان بیا واکمن شول، د پاکستان بېلابېلو صوبو ته کډه او دا مهال یې شمېر سلګونو ته رسېږي.

دغه هنرمندان وایي، نن سبا په پاکستان کې له بې‌کارۍ او وزګارتیا له امله سختې اقتصادي ستړې ګالي.

بریالی ولي چې شاوخوا څلور لسیزې یې په راډیو، ټلویزیون او د خلکو د ښادیو په بېلابېلو محفلونو کې سندرې ویلي وایي، چې دا مهال دوی د اقتصادي ستونزو تر څنګ د خپلو ماشومانو تیاره راتلونکي ته هم سخت اندېښمن دي.

له افغان سندرغاړو سره دوه ګونی چلند

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په مرکه کې له ملګرو ملتونو ګېله وکړه، چې د دوی سره دوه ګونی چلند کوي:« موږ په تېرو درېیو کالو کې ولیدل، چې له افغانستانه بېلابېل خلک لکه قاضیان، څارنوالان، د بشري حقونو فعالان، لوبغاړي او خبریالان بېلابېلو هېوادونو ومنل او له پاکستانه ووتل؛ خو یوازې سندرغاړي او ساز غږوونکي تر اوسه هیچا هم نه دي منلي. په داسې حال کې چې دغه قشر په افغانستان کې تر ټولو زیات زیانمنونکی قشر دی.»

نور ولولئ: د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

نور ولولئ: لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

بریالی ولي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارې نیوکه کوي، چې دوی په دې برخه کې د دغه قشر لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی.

همت ګل یو بل افغان سندرغاړی دی، چې له ورته برخلیک سره مخامخ دی.

هغه وایي، چې د دوی ماشومان بې برخلیکه دي او دا مهال له زده‌کړو پاتې شوې دي.

بې برخلیکه سندرغاړي

د همت ګل په خبره، دوی هم غواړي چې د دوی د بچیانو برخلیک جوت شي:« موږ د خپلو اولادونو برخلیک ته سخت په اندېښنه کې یو، دوی ټول له زده‌کړو پاتې شوي که چېرته مهاجر منوونکي هېوادونه موږ ومني؛ نو تر ډېره به مو د اولادونو راتلونکی روښانه شي.»

سندرغاړی اصف خلیلي بیا وایي، چې د طالبانو له راتګ سره یې د کورنۍ ټول غړي په افغانستان کې پاتې شوي او هغه په خپله د دغې ډلې له وېرې پېښور ته راکډه شوی دی:« د طالبانو له راتګ سره زه له ډاره پېښور ته راکډه شوم، ځکه موږ نور هلته نه چلېدلو، ماشومانو مې پاسپورټونه او وېزې نه لرلې، هغوی مې هم هلته پرېښودل او زه راغلم ما ویل دلته به پیسې ګټم او هغوی ته به یې لېږم.»

د یادونې ده چې ګڼ افغان هنرمندان له هېوادوه وتلي او په نورو هېوادونو کې دیره ده ځکه طالبان موسیقي حرامه بولي او دغه هنر ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button