پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر سره هممهاله، زرګونه کډوال افغانستان ته راستانه شول

اړوند خبرونه:
عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري
په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د پیل او د اسلاماباد له فشارونو سره سم، ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې زرګونه کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغان ماشومانو هغه انځورونه چې کورونه یې د پاکستاني پولیسو لخوا د جبري ایستلو د پیل په ترڅ کې نړول شوي، پر هغو کورنیو لوښو ناست دي چې له کنډوالو را ایستل شوي دي.
په هغه نوي پړاو کې چې د افغان کډوالو ډلهییز ایستل ترسره کېږي، تېرې میاشت اسلاماباد شاوخوا ۸۰۰,۰۰۰ افغان کډوالو ته، چې د افغانستان د پېژندنې کارتونه لري، فرصت ورکړ چې تر اپرېل میاشتې پاکستان پرېږدي.
اوس د ملګرو ملتونو د نړیوالې کډوالۍ سازمان اعلان کړی چې په تېرو دوه ورځو کې ۸۰۲۵ کډوال، چې د اقامت اسناد یې نه درلودل، د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، لږ تر لږه درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.