سیمه

پاکستان کې د روسیې سفیر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو یو

اړوند خبرونه:

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده

په پاکستان کې د روسیې سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

البرت خورف د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د پاکستان او ا.ا ترمنځ موجوده کړکېچ ته په پام سره، که دواړه خواوې هوکړه وکړي، روسیه چمتو ده چې د دوی ترمنځ د شخړو د حل لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي.

خورف زیاته کړه چې د مسکو بڼه د دې لپاره یو مناسب پلیټ فارم کیدی شي.

د روسیې سفیر ټینګار وکړ: “د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې حل کول په بنسټیز ډول د اسلام اباد او کابل حق دی، خو دا د روسیې په ګټه هم دی. همداراز هغه ټینګار وکړ چې مسکو تل په سیمه کې ثبات غوښتونکی او ملاتړ یې کړی دی. “

د پاکستان او ا.ا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې وړاندیز په سیمه کې د فعال رول لوبولو لپاره د مسکو هڅې منعکسوي، خو بریالیتوب یې د دواړو خواوو په خوښه او د ډیپلوماټیک بې‌طرفۍ ساتلو پورې اړه لري.

د روسیې د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کب درېیمه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ا.ا د ځواکونو لخوا د پوستې د جوړولو او په صفري نقطه کې د پاکستان لخوا د پوستې جوړېدو پر سر نښته وشوه. له شخړې وروسته، پاکستان د تورخم لاره د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ وتړله.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button