سفر خبرونه

پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ؛ پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی

پاکستان په دې وروستیو کې سخت ناامنه شوی او له دې امله یې پاکستان کې افغان مهاجرین سخت تنګ کړي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره پاکستاني پلاوي ته وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې ودروي او د لارو له بندولو لاس واخلي.

ښاغلي متقي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې د یو بل خلاف د بیانونو ورکول به د دواړو خواوو ترمنځ فاصلې ډېرې کړي.

نور ولولئ: ټي ټي پي: موږ په خپلو لیکو کې افغانان نه غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن په یوه مرکه کې بیا ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي متقي له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې په امنیتي مسایلو سربیره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونو، د چمن – سپین بولدک په لارو کې له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو د رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي اموالو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله زیانونه

د پاکستان له لوري د تورخم دروازې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګروپه تېره بیا افغان سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو تاوان واړاوه.

امیرخان متقي د دې لارې د بندېدو په غبرګون کې ویلي و چې پاکستان د افغانستان د میوو او سبزیو د صادرېدو په وخت خپلې لارې بندوي.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

دې ته ورته شکایت د افغانستان د تېر حکومت چارواکو کاوه.

امیر خان متفي نن پاکستاني پلاوي ته وویل چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي.

د چترال پېښه او د پاکستاني پوځ غوصه

پاکستان په وروستیو ورځو کې د چترال د پېښې په خاطر په تورخم کې لومړی پر افغان پوله ساتو ډزې وکړې او بیا یې د لسو ورځو لپاره تورخم بند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، پاکستاني پلاوي مشر اصف دراني وویل چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شویو مشکلاتو لپاره به د حل لارې ومومي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډیرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.

د یادونې وړ ده چې چترال کې وسله والو د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونه وکړل چې ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله او څو پوستې یې سقوط او وسوزولې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button