پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو کې د چابهار بندر هم شامل شو
![afghan 2025 02 10t095302.122](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-10T095302.122-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د قوشتپې کانال لومړی فاز پرانیستل شو
پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو په دوام، د متحده ایالاتو خزانې وزارت د «چابهار» بندر له لارې د ایران پر سوداګرۍ بندیز لګولی.
د امریکا خزانې وزارت د چابهار بندر له لارې د ایران د سوداګرۍ معافیت لغوه کړی او په دې برخه کې یې د ایران اسلامي جمهوریت د تازه بندیزونو په لېست کې راوستلی دی.
د افغانستان، ایران او هند لپاره د توکو د لېږد رالېږد دغه مهم بندر مخکې د امریکا د خزانې وزارت سره په معافیت کې و، خو د متحده ایالاتو په نویو بندیزونو کې پرې د سوداګرۍ معافیت لغوه شوی.
د ویلو ده چې په ۲۰۲۴ کې هند او ایران د چابهار بندر د پراختیا په موخه ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی و، خو تازه د امریکا لخوا د دوی د سوداګرۍ معافیت لغوه شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر ننوتو وروسته پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو لېست چمتو شوی چې په ځینو مواردو کې به لاسلیک او عملي شي.
بلخوا وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي ویلي وو چې دوی له امریکا سره خبرې کوي، خو ټینګار یې کړی چې دا مذاکرات باید تر «حد اکثر» فشار لاندې ونه شي.